مينه ناک ولسونه او متنفر سياستوال!

مينه ناک ولسونه او متنفر سياستوال!

June 11, 2019

ليکوال' الياس وحدت

د نالیدلو سیمو لیدو ته زه ډېر ارزښت ورکوم، بیا چې ملګری هم پیدا کړم او بهانه هم جوړه شي نو بیخي وار نه خطا کوم. ماما ( حاجي توریالی) تازه له سعوديه راغلی و او د هیواد د شمالي ولایتونو او په تېره د مزارشریف لیدو ته یې شوق وه، که څه هم موسم ګرم و، خو سلا مو وشوه د ماما د خوشالولو په خاطر زه او بهیر دواړه ورسره روان شوو. د طالبانو د تلو ډېر وخت نه و تېر شوی، د افغان حکومت رېښې لا نه وې محکمې شوې، مزار شریف د شمالي ټلوالې د پخوانیو جګړه مارو په واک کې و، ما ماما دوی ته د نزاکت له مخې په ډاګه څه ونه ویل خو په زړه کې مې وېره وه، ما فکر کاوه چې د شمال ټول غیر پښتانه اوسیدونکي به له هر پښتون سره له وحشت نه ډک چلند کوي او په هر راز کړولو به یې صرفه نه کوي. له ما سره دغه ذهنیت د شمال ټلوالې د یو شمیر تحمیلي سیاستوالو له نفرتونو څخه د ډکو ویناوو او تبلیغاتو له امله پیدا شوی وه. په لاره مې ماما او بهیر ته په اشاره کې وویل چې دا درې لسیزې په هیواد کې ډېرې جګې ټیټې تیرې شوې دي، خلک عقديي شوي دي، یو شمېر یې په نفرتونو کې ځانونه خوندي ګڼي او شخصي ګټې یې په کې تامین دي نو که د سفر په اوږدو کې مو له چا نه نامناسبې خبرې واورېدې او یا مو نامناسب حرکت احساس کړ نو موږ او تاسې به وار له واره تېز غبرګون نه ښيو او احتیاط به کوو. یوه شپه مو په بغلان کې له ژورنالست ملګري فرید احمد حقمل سره وکړه او دوې شپې مو په مزار شریف کې د بي بي سي خبریال امیر بریال صیب سره وکړې، وګرځیدو، سیمې مو ولیدې، سیمه وال مو ولیدل او له خلکو سره کېناستو او خبرې مو وکړې. د شمال د غیر پښتون عام ولس په اړه نه یوازې ذما ذهنیت پرځای نه و بلکې واقعیت سرچپه و. له دوو داسې پېښو سره مخامخ شوم چې تل به مې په زړه پاتې وي او کله به مې هم هېرې نه شي، یوه خاطره تاشقرغان تنګی ته نږدې د سړک د غاړې په یوه هوټل کې او بله د مزارشریف ښار په یوه ایسکریم خانه کې، له بغلانه وختي روان شوي وو او د سهار چای ته تاشقرغان تنګي ته نږدې له موټر څخه ښکته شوو. له هوټل نه د باندې په کټونو کې چای ته کېناستو، چای ډوډۍ مو راوغوښتل، د خلکو په منځ کې کلیوال ماشومان ګرځیدل راګرځیدل، په لاسونو کې یې د کورني پیروي ډکې پیالې نیولې وې او پر چای خوړونکو یې پلورلې، موږ په خپل منځ کې په خپله خوستۍ لهجه سره غږیدو، له یوه هلک نه مو پیروی واخېست، هلک به د څوارلسو یا پنځلسو کلونو وو، دی موږ ته په داسې ډول ځیر و چې هڅه یې کوله موږ پرې پوه نه شو، خو زه ورته متوجه وم، له چای څښلو وروسته مو هلک راوغوښت او ورته مو وویل چې څو افغانۍ دې شوې، هلک په ډېر درناوي، په خندانه لهجه او ورین تندي وویل، زما په خیال د دې سیمې نه یئ، له لرې ځای نه به راغلی يئ، میلمانه غوندې معلومیږئ، نو زه وایم چې هیڅ پیسې مه راکوئ، د خبرې په اوریدو یې حیران شوم، په ځیر ځیر مې ورته وکتل، ورته مې وویل، ته څه پوه شوې چې له لرې راغلي یو، ده وویل زه مو خبرو ته متوجه وم، خبرې مو د دې سیمې نه وې، د ماشوم پر سر مې د شفقت لاس تېر کړ، شاباس مې ورته وویل، د ده احساس او افغانیت مې وستایه او له هغې اندازې مې زیاتې افغانۍ ورکړې چې کیدلې یې، که څه هم ده نه اخېستې خو ما ورته وویل چې ستا احساس ته د درناوي له امله انعام درکوم.له ماښام وروسته د مزارشریف ښار په یوه ایسکریم خانه کې ناس وو، ایسکریم مو خوړل، ستړي وو، ډېر ګرځیدلي وو، په خپل منځ کې مو خبرې کولې او لږ ډېر کېناستو، شاتني مېز ته مو د سیمې ځوانان ناست وو او ګرم مجلس یې اچولی وه، خو زموږ خبرو ته یې هم پام و، حیران به په دې وي چې دا نو کومه ژبه وايي، ځکه ټول هیوادوال ښايي له خوستي لهجې سره بلد نه وي، موږ لا ناست وو چې دوی پاڅیدل، یو ښایسته ځوان زموږ خوا ته راتاو شو، زما پرمټ یې لاس کیښود او د مداخلې له امله یې اول بښنه وغوښته او بیا یې وویل چې مزارشریف ته په خېر راغلی، موږ ترې مننه وکړه، ده په ډېر درناوي وویل، وروڼو داسې بریښي چې له کوم لرې ځای نه راغلي یئ او موږ د همدې ښار یو او همدلته مو کورونه دي نو که شپې ته زموږ سره لاړ شئ خوښ به شو، موږ ترې بیا بیا مننه کوله او ده همداسې په ټینګار سره ست کاوه، په اخېر کې یې وویل نو څه خدمت وي، موږ ترې بیا مننه وکړه، ده وویل ښه شپه، ښه سفر او ښه چکر درته غواړو. موږ د ټول سفر په اوږدو کې د ولس ترمنځ د بېلوالي هیڅ احساس ونه کړ، ما ملګرو ته وویل چې دا تحمیلي او په بهر کې جوړ شوي، روزل شوي او لوبیدلي سیاستوال څومره متنفر دي چې د خپلو شخصي ګټو په خاطر کله یو ډول ډولونه وهي او نفاق خوروي او کله بل ډول او په مقابل کې یې څومره درنه او مینه ناک ولسونه لرو. د افسوس او خواشینی ځای دا دی چې زموږ غمیزه دومره اوږده شوه چې زموږ له ولس نه یې د تصمیم نیولو ځواک اخېستی دی، ولسونه تراوسه هم یرغمل شوي دي، کنه دې مینه ناک او عاطفي ولس به دغه بدبین، خود غرضه، د سیاستوالو په نوم انسان خرڅوونکي( که د هیواد په هره برخه کې دي او هر قوم ته منسوب دي) سنګسار کړي وای او د تل لپاره به یې د دوی له شر څخه ځانونه بې غمه کړي وای.

View 41

Create Account



Log In Your Account