د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرس ومړ

د مصر لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرس ومړ

June 19, 2019

ليکوال' عبدالمجيد راغستانی

دولتي منابع وایي چي نوموړی په محکمه کي تر احساساتي وینا وروسته لومړی بې سده سو روغتون ته ورسول سو خو ساه یې ورکړه. خو د مرسي پلویان هغه شهید بولي او وایي چي نوموړی د حکومت لخوا ووژل سو.اما مرسي څنګه ولسمشر سو؟ایا د اخوان المسلمین دا پریکړه چي باید حکومت یې جوړ کړیوای سمه وه که غلطه چي مرسي یې قرباني سو؟ اخوان المسلمین د مصر یا د نړۍ د اسلامي ګوندونو تر ټولو پخوانی سازمان دئ چي د نن نه ۹۱ کاله مخکي د مصر په اسماعیله ښار کي د حسن البنا لخوا جوړ سو(۱۹۲۸ م کال).د اخوان المسلمین ګوند په خپل سیاسي ژوند کي ډیري لوړي او ژوري ولیدې خو باید ووایم چي هغوی خپله تګاره نوري نړۍ ته هم و غځوله او اوس د نړۍ په ډیرو اسلامي هیوادونو کي اخواني حزبونه چي د مصر د اخوان المسلمین نه اغیزمن سویدي په یوه او بل نامه پټ یا ښکاره فعالیت کوي.اما د مصر د اخوان المسلمین اوسنی حالت او د یاد ګوند د مشر محمد مرسي مړینه زما د څیړني موخه ده.ویل کیږي چي د یاد ګوند رسمي نوم (اِخْوان المسلمین )چي اسلامي ورور ګلوي مانا کیږي دئ.او کله،کله ورته ( اّخَوان المسلمین )یعني مسلمانان وروڼه هم ویل کیږي په هر صورت زه په عربي ډیر نه پوهیږم. د "عربو پسرلي" په نامه چي کوم حرکت په عربي نړۍ کي د۲۰۱۰ کال نه د تونس نه را شروع سو ډیر ژر یې یو شمیر عربي هیوادونه ولړزول،له هغي ډلي مصر هم وو.مصر د نړۍ او بشریت د تاریخ تر ټولو پخواني اثار او بیلګې لري چي تاریخپوهان یې د ژوندي تاریخ مور بولي. د عربو د پسرلي په دوام په مصر کي هم میلیونونه مصریان لار او کوڅو ته راووتل او داسي حالت یې جوړ کړ چي د حسني مبارک رژیم نور د ټنکیدو نه وو نو ځکه خو د مصر قوي او غښتلي پوځ داسي تګلاره غوره کړه چي د یوې خوا د خلګو دا نه مهاریدونکي احساسات کښینوي او د بلي خوا ظاهرآ له سیاست نه په ګوښه کیدو پوځ د خپل بایللي نوم د بیا ژوندي کولو لپاره وخت کمائي کړي.دلته باید یادونه وکړم چي په اسلامي نړۍ کي د درېو هیوادونو پوځونه (ترکیه،پاکستان او مصر )د غرب او امریکا په مستقیم مالي،تخنیکي او کدري ملاتړ جوړ سوي دي او یادوو پوځونه هر وخت چي غوښتي دي حکومتونه یې چپه کړیدي او نوي یې جوړ کړیدي.نو ځکه خو د مصر حالات له لیبیا ،تونس او نورو سره متفاوت وه.پوځ مبارک لیري کړ محکمې ته یې واستاوه،د یوه موقت حکومت په وسیله یې انتخابات راوغوښتل.خلګ ارام سوه او ټاکني هم وسوې محمد مرسي د مصر لومړنی منتخب ولسمشر سو.دا د پردې پر مخ کیسه وه خو د مصر قوي پوځ په خپل حال وو او د راتلونکي پلانونه یې جوړول. د عربو پسرلی یوه ناګهاني پیښه وه،اخوان المسلمین هیڅ ډول اماده ګي نه درلوده نو ځکه خو د تظاهراتو د شروع نه بیا تر اوسه د   ګوند په منځ کي اختلافات راغلل. یو شمیر د رهبرۍ غړو حالات ښه درک کړي وه مشوره یې دا وه چي مبارک هسي هم پرځول کیږي موږ به په تظاهراتو کی د ګوند په نوم ګډون نه کوو،همدې ډلي د انتخاباتو پر وخت هم ټینګار کاوه چي حالات نامعلوم دي مصر له نورو عربي هیوادونو سره فرق کوي،موږ د قدرت او واک اخیستلو تیاری نه لرو،د بلي خوا د غرب ،اسرائیلو ،عربستان او متحدینو غبرګون به تند وي نو په کار ده چي دا ځل یا لومړی ځل موږ کاندید ونه لرو او د یوه نسبتآ معتدل کاندید ملاتړ وکړو،له یوې خوا به د پوځ موقف معلوم سي او نړیوال غبرګونونه به و ارزوو،له بلي خوا به راتلونکي ته پوره تیاری ولرو او دریمه دا چي که پوځ یا غربیانو ضربه واریدول موږ به ترې ګوښه یو. خو بله ډله چي ډیر تندلارې وه هغوی استدلال کاوه چي نور په عربي نړۍ کي دیکتاتوري او پوځي حکومتونه پر نړیدو دي موږ باید موقع د لآسه ور نه کړو او په ټاکنو کي خپل کاندید ولرو،سبا به ناوخته وي.داسي ویل کیږي محمد مرسي هم یو له هغو کسانو وو چي په اوله دوره کي باید د انتظار حالت غوره کړو.ویل کیږي د انتظار پلویانو غوره ګڼل چي د نړیوال اتومي اژانس پخوانی مشر محمد البرادي مخته کړي او ملاتړ یې وکړي.د انتظار د ډلي بل دلیل دا وو چي د وروستیو ګډوډیو او نا ارامیو له کبله د مصر ضعیف اقتصادي حالت موږ بدنامه کوي،د ناکراریو او د اخوان المسلمین د سختو قوانینو د ویري ښایي توریزم او سیاحت سقوط وکړي چي د مصر د اقتصاد اساسي برخه ده. په لنډ ډول باید ووایم چي تندروان بریالي سوه،مرسي یې مجبور کړ چي ځان کاندید کړي.او مرسي ولسمشر سو.توریزم تر سم نیمائي را کښته سو،نړیوال کمکونه کم سوه تجارت تر پخوا ضعیف سو بیکاري زیاته سوه پوځي مشرانو او استخباراتو دا هم تبلیغوله چي د اخواني حکومت په وجه امریکا په پوځ هغه کلنۍ میلیارډونه مالي مرسته هم بندوي چي هر کال یې پوځ ته وړیا ورکوي.په خلګو کي د سخت شرعي نظام او قوانینونو اوازي او انګازې پر ډیردو سوې داسي ویل کیږي چي مرسي خپلو تندلارو ملګرو ته ویلي وه " زه په یقین تاسو ته وایم موږ د خپل مبارزې په تاریخ کي تر ټولو ستره تیروتنه وکړه او زموږ واکمني ډیر دوام نه کوي او ښایي ډیر تلفات  به هم ووینو ، باید ووایم زه هم مصر ته تللی یم هلته مي د ډیرو مختلفو خلګو سره خبري وکړې د اخوان المسلمین حکومت یې تر ټولو ناکام حکومت باله او د ولایتونو، ولسوالیو ،ښاروالیو او وزارتونو مسولین یې په فساد او پراخ رشوت متهمول یوازي دوو کسانو چي معلومیدل شعوري اخوانیان وه هغوی په اصل کي د قدرت اخیستل اشتباه بلله. خو زما په نظر پوځ ډیر ماهرانه اخوان المسلمین په سختو حالاتو کي د حکومت جوړولو ته ور ټیل واهه ،بد نامه یې کړه او په ډیري اسانۍ یې بیرته قدرت ترې واخیست او خلګو بیا د ملکي او منتخب حکومت پر چپه کیدو غوږ هم ونه ګراوه. پورته لیکنه مي د خپل ترکي دوست چي ۱۳ کاله په مصر کي اوسیدلی دئ ژور نالست وو او اوس یې هم څو کتابونه تر لاس لاندي دي چي و یې لیکي د معلوماتو پر بنیاد لیکلې ده.نوموړی اوس په ډنمارک کي اوسي خو په قاهره کي خپل شخصي کور لري او هر کال د ژمي موسم په قاهره کي تیروي.نوموړی وایي د مرسي تر اوسني ژوند مرګ ځکه بهتره وو چي له یوې خوا یې په ډیرو ناوړو شرایطو کي سخت ژوند کاوه او د بلي خوا هر ځل تحقیاقاتو او محکمې د خیانت،وطنفروشۍ،جاسوسۍ تورونه ور باندي لګول هغه تر ډیر روحي فشار لاندي راوستلی وو. مصر سل میلیونه نفوس لري د غرب او نړۍ لپاره د ډیر اهمیت وړ هیواد دئ. د کاله څوار لس میلیونه(۱۴۰۰۰۰۰۰) سیلانیانو د مصر نه لیدنه کوله چي دا شمیره په ۲۰۱۲-بیا تر ۲۰۱۷ پوري ډیره را ټیټه سوه.

View 40

Create Account



Log In Your Account