د نړۍ په کچه مشهور عکاس ولې ځان وواژه؟

د نړۍ په کچه مشهور عکاس ولې ځان وواژه؟

July 17, 2019

انځور يې د شهرت او مرګ سبب شو. د هغه عکاس خبريال کيسه چې يو انځور يې د ټولې نړۍ په کچه شهرت ورکړ او په څنګ کې د همدې انځور لامله يې ځان هم وواژه ، هغوی چې وجدان لري او خپل مسوولیت ترسره نه کړي، له ژونده مرګ بهتر ګڼي. دا عکس به مو بیخي ډیر کتلی وي، ممکن له کیسې به یې نا خبره یاست. دا انځور په ۱۹۹۳ میلادي د مارچ پر ۳مه نېټه (کیون کارټر) اخیستی او زياتې جایزې هم و ګتلې. عکس هغه مهال د سوډان په هېواد کي اخستل شوی، چي هلته د خوړو نیستي وه او د ملګرو ملتونو لخوا د خوړو د ویش مرکزونه جوړ سوي وو. د عکاس (کیون کارټر) په قول: دی؛ ددې مرکزونو عکاسۍ لپاره روان وو، لاره کي یې يو ماشوم ولید' چې د خوراک مرکز ته د تګ هڅه کوي. مګر له ډېرې لوږې، کمزورۍ او خوار ځواکۍ نور پل نشي اخيستی. وروسته هلک توان له لاسه ورکوي او پر مځکه رالوېږي. په عکس کې د هلک تر شا ناست مارغه، په دې تمه دی، چي هلک مړ سي او دی یې په غوښو خپله مښوکه سره کړي. بس دې منظر د عکس تاریخ له اوښکو ډک کړ، ځکه کوین کارټر دا عکس پر نیویارک ټایمز و پلوری. کله چې نیویارک ټایمز دا عکس خپور کړ، نو په یوه ورځ ورسره زرګونه کسانو اړیکه و نیوله او د ماشوم په اړه یې پوښتنې پيل کړې. چې هلک مړ سو او که ژوندی و ژغورل سو؟ دا داسي پوښتنه وه، چي ځواب یې له نیویارک ټایمز سره هم نه ؤ. خبره دلته نه ختمیږي، ددې صحنې عکاسي کوونکی کیون کارټر به تر هغه وروسته همیشه خواشنی ښکاریدی، د ژور خپګان په ناروغۍ اخته سو، چي بلاخره په دې عکس کې موجود درد ناک منظر عکاس ځان وژني ته اړ کړ. کیون په ۳۳ کلنۍ کي ځان وژنه وکړه. د هغه د ځان وژنې طریقه هم ډیره نادره وه. خپل کور خوا کې هغه میدان ته ولاړی، چې ماشومتوب کې به یې لوبي کولې. ده د خپل موټر سايلنسر ته یو پایپ نسب کړ او بیا یې د موټر چلوونکي له هندارې موټر ته دننه کړ، وروسته یې ټولي هنداري او دروازې لاک (بندې) کړې، موټر یې چالان کړ، شېبه کې موټر له دوده ډک سو، په لوګي کي موجود کاربون مونو اکسائید د کیون ژوند واخیست. د کیون د مرګ وجه د هغه د وجدان جوهر وو، چې شپه او ورځ یې دی خوب ته نه پرېښودی. هغه مهال، چي کیون ته د عکس جایزې ورکول کیدې، ډیرو مدني ټولنو پر هغه توندې نیوکې وکړې. له ده به یې پوښتل، چې عکس خو دي واخیست، مګر د هغه ناچاره ماشوم مرسته دي ولي ونه کړه؟ که یې غوښتي وای، ممکن کیون د هغه ژوند ژغورلی وایي، مګر هغه دا کار ولي ونه کړي؟ خو کیون هغه مهال تر ماشوم له خپل مسلک سره ډیره مینه کوله، بس همدې سوچونو د عکاس ارام واخیست، خوب ته یې نه پرېښودی. دې عکس کیون ته نړیوال شهرت ورکړ او همدا تصویر د هغه د مرګ سبب هم سو. هغه، د ځان وژنې نه مخکې خپل وروستی لیک پرې ایښی ؤ، یوه برخه یې داسي ده. (( پر ما له درد، لوږي او نیستۍ څخه د مړه کېدونکو ماشومانو سیوری پروت دی))

View 137

Create Account



Log In Your Account