دجهاد او فتنې اختلاط؛ نامقدس مذهبي تفکر!

دجهاد او فتنې اختلاط؛ نامقدس مذهبي تفکر!

August 16, 2019

ليکنه، ابو حذيفه سباوون ملا هیبت الله اعلامیه کې کاږي چې د سولې دمذاکراتو سره سره به اسلامي جهاد ته هم ادامه ورکوي! ستونزه داده چې دلته شکل پر محتوا مسلط شوی دی ؛؛ ملاصیب به ولې نه پوهیږي چې ؛ جهاد بیشکه اسلامی فریضه ده؛ مګر دنورو فرایضو په څېر دا هم ځانګړي شرایط او ارکان لري تر ټولو مهم شرط یی دادی چې جهاد دمتفق علیه اسلامی واکمن په حکم او اعلان پورې منحصر عمل دی؛ نه د ملایانو په فتوا پورې! ددغه شرط پر بنسټ ؛ ترڅو چې ګرده اسلامی نړۍ تر یوې واحدې او مشترکې مشروع واکمنۍ لاندې متمرکزه نشي او د سیاستونو دتعدد او دهدایاتو د مراجعو دتشتت پرځای یو او واحدمتفق علیه مشر یا امیر؛خلیفه یا سلطان وغیره ونلري ؛ ترهغو دجهاد حکم ساقط دی ولو که په هره توجیه او تأویل سره شوی اوسي؛ پدی صورت کې د جهاد په نوم هر عمل فتنه او جنایت بلل کیږي چې؛ نه یی مړی شهید ګڼلای شو او نه یی ژوندی غازی بللای شو. فیسبوکی طالبانو او بی شعوره مفتیانو ؛وطن کې خو نور د غرقیدا هیڅ ندي پاتې؛ چې تاسو دکوم دیني هدف له پاره جهادي فتوی ورکوۍ؟ دلته خو تر څلوښت کلن جهاد نه وروسته پر انسانوژنو؛ ظلم او غلاو ؛ غصب و اختلاس سربیره دجهاد پایله کې دغه بدلونونه راغلل چې؛ پلارانو پر لوڼو جنسی تیري وکړل ؛ ملایانو جوماتونو کی پر وړو نجونو جنسی تیری وکړل ؛ دشهیدانو او معیوبو غازیانو پر ناموسونو جنسی تیری وشول ؛ انسانان په رقم رقم ووژل شول ؛ دشهیدانو کونډې دفقر دلاسه دفحشاء ډکر ته راووتې ؛ قرانکریم وسوزول شو ؛ د مسیحیت دترویج مراکز فعال شول ؛ اخلاقی او اداری فسادونه اوج ته ورسیدل ؛ نیمایی ملت معیوب شو؛ یو بشپړ نسل نالوستی شو؛ وطن در په در شو ؛ مساجد والوزول شول ؛ صحرای محکمو کی سرونه له تنو جلا شول او دافغان ؛ افغانیت ؛ اسلامیت ؛ انسانیت او افغانستانیت نه برالا خلکو توبه وویسته د دین سره دمتارکې په کیسونو کې خلک له هیواده ووتل..... نو از برای خدا که پر اخرت ایمان لرۍ؛ لومړی دا خپل ګونګ جهادونه پدې میزان وتلۍ بیا ورته ملا وتړۍ او توجیهات کوۍ ؛ کنه نو دامنطق چې تاسې وایاست محض بشر ته د منلو وړ نه دی پاتې لا مسلمان او افغان ته.

View 57

Create Account



Log In Your Account