طالبانو د سولې ولسي حرکت غړي ولې وهلي او ولې يې ګواښلې دي؟

طالبانو د سولې ولسي حرکت غړي ولې وهلي او ولې يې ګواښلې دي؟

August 30, 2019

وسله والو طالبانو د پي پي ایم يا د سولې ولسي حرکت یو غړی تر مرګه وهلی او د مرګ ګواښونه ئې ورته کړي دي. سید رحیم امېد چي د هلمند په چاه انجير ولسوالۍ کې استوګن دی، طالبانو نهه ورځې بندي کړی او ډول، ډول شکنجې ئې ورکړي دي. امېد ته ویل شوي چي موضوع به پټه ساتي او تر څنګ به له سیمي څخه کډه کېږي، که چېري سرغړونه وسي، دئ او د کورنۍ نور غړي به ئې ووژل سي. امېد وروسته تر هغه طالبانو بندي کړی چي د سولې ولسي حرکت غړي موسی کلا ته د تګ پر مهال د وسله والو طالبانو ټولې اندېښنې او پوښتنې ورحل کړې وې. دا لومړی ځل نه دی چي د طالبانو له لوري د سولي ولسي حرکت له غړو سره ناسم چلند او تاوتریخوالی کېږي، تر دې مخکي یو شمېر نور غړي هم فزیکي او روحي شکنجه سوي دي. وسله والو طالبانو تر دې وړاندي یو بل غړی عبدالرازق پکیتاوال په پکتیا کي یوه میاشت بندي کړی و. تر دې څو ورځي مخکي د سولي ولسي حرکت نابینا غړی زهیراحمد زنداني طالبانو پورته کړی و او د لښکرګاه په عینک سیمه کي ئې د ټوپک په زور خبري په کړي وې. همدا راز په غزني کي عبدالمالک، احسان الله، سیدي او یو شمېر نور غړي د طالبانو له لوري په سیمو کي نظربند ساتل سوي وو. موده وړاندي په زابل کي وسله والو طالبانو د پي پي ایم غړی انعام الحق کتاب ورغوښتی او ګواښ ئې ورته کړی و چي نور باید حرکت پرېږدي. وسله والو طالبانو له لومړۍ ورځي څخه تر نن پوري په کندهار، هلمند، زابل، غزني، کندز، روزګان، پکتیا، کابل، بغلان، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کي د سولې ولسي حرکت غړو ته د ګواښونو تر څنګه ویلي وو چې که ژوند غواړئ نور د سولې چیغي مه وهئ! د سولي ولسي حرکت غړو ځکه د طالبانو له لوري داسي شکنجې زغملي چي خدای مه کړه دسولې روانو خبرو ته زیان ونه رسېږي خو اوس ځکه موضوع رسنیزه کوي چي خبره تر زغم ووتله. د سولې ولسي حرکت پروړاندې د طالبانو دې ډول کړنو نه ښکاري چې په هره برخه کې ياده ډله خپلواکه نده. او د قدرت لاسته وروړلو لپاره، د خپل بادار هرڅه مني. پي پي ایم د جګړې د ټولو اړخونو د ژوند له پاره حرکت پیل کړی خو طالبان له تشدد او افراطیته لاس نه اخلي. طالبانو پخپل دا ډول کړنو سره ښيي چې دوی د قدرت لپاره حتی اسلامي احکام هم ترپښو لاندې کوي او د سولې رويباران وژلی شي. د خلیلزاد په خبره، د سولي ولسي حرکت د دې لامل سو چي امریکا يې پر حرکت راوسته او له کبله ئې دئ د سولې په چارو کې وټاکل سو. د خلیزاد له دې خبرې ښکاري چي د سولي ولسي حرکت د دې لامل سو چي طالبان پر نړیوال سټېج راښکاره شول، اوس طالبان د دې پر ځای چي د پي پي ایم ملاتړ وکړي، دې ستر حرکت ته ستونزې جوړوي.

View 88

Create Account



Log In Your Account