افغانستان بنګله دېش ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه

افغانستان بنګله دېش ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه

September 15, 2019

د افغانستان , زمبابوې او بنګله دېش تر منځ په روانو درې اړخیزه شل اوريزو سياليو کې، افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې بنګله دېش ته ماته ورکړه. دا لوبه چې د شېر بنګله نشنل کرکټ په لوبغالي کې کېدله، پچه یې افغان لوبډلمشر وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه؛ افغان ملي لوبډلې په ټاکل شوي ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۶۵ منډې هدف وټاکه چې له ډلې يې محمد نبي ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. په ځواب کې بنګله دېش ونه توانيده چې ياد هدف ترلاسه کړي. د بنګله دېش ټٶل لوبغاړي د ۱۳۹ منډو له جوړولو وروسته وسٶځېدل. په دې سره افغانستان د ۲۵ منډٶ په توپير بنګله دېش له خپلې مخې پورته کړ. د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ د بنګله دېش ۴ لوبغاړي له مخې لرې کړل. د دې لوبې غوره لوبغاړى محمد نبي ونومول شو. عبدالباري علي خېل تلوسه_سپورټ

View 50

Create Account



Log In Your Account