افغانستان د ۲۸ منډو په توپير زمبابوې ته ماتې ورکړه

افغانستان د ۲۸ منډو په توپير زمبابوې ته ماتې ورکړه

September 15, 2019

SEP-14-2019

نن د بنګله ېیش په شېری بنګله کرکټ لوبغالي کې د شل اوریزو درې اړخیزو سياليو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه له زمبابوې د ۲۸ منډو په توپیر وګټله. د لوبې پچه زمبابوې وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې د ۵ ويکټو په سوځېدو سره په ټاکلو اورونو کې ۱۹۷ منډې جوړې کړې. په افغان توپ وهونکو کې نجیب الله ځدراڼ ۶۹ ناسوځېدلې، رحمن الله ګربز۴۳، محمد نبي ۳۸، اصغر افغان او نجیب الله تره کي ۱۴ـ۱۴ او حضرت الله ځاځي بیا ۱۳ منډې جوړې کړې. رحمن الله ځدراڼ په لومړي ځل په شل اوریزو سياليو کې د افغانستان استازولي وکړه. د زمبابوې له لوري چټارا او شان ویلیمس دوه ـ دوه ويکټې ترلاسه کړې. زمبابوې د شلو اورونو په لوبولو سره ۷ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۶۹ منډې یې وکړې. چې له ډلې یې چکبوا ۴۲ ناسوځېدلې او برينډن ټایلر ۲۷ زیاتې منډې ترلاسه کړې. په افغان توپ اچوونکو کې راشدخان او فريد ملک دوه ـ دوه، ګلبدین نایب او کریم جنت یوه ـ یوه ويکټ واخیسته. په دې لوبه کې د افغان توپوهونکو له لوري ۱۵ شپږیزې ووهل شوې چې د نجیب الله ځدراڼ ۶ او محمدنبي څلور په کې شاملې دي. دغه راز محمد نبي او نجیب الله ځدراڼ په شپږمه ويکټ ۱۰۷ منډې ملګرتیا وکړه چې په ورستیو پنځو اورونو کې یې ۸۸ منډې جوړې کړې وې. د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه نجیب الله ځدراڼ ته ورکړل شوه. د یادونې ده چې افغانستان به خپله دویمه لوبه سبا په همدې وخت له بنګله دیش سره ترسره کوي.

View 71

Create Account



Log In Your Account