اوس ولې جمعيت اسلامي د موقت حکومت څخه ملاتړ کوي؟

ليکوال، امان الله عمر

د جمعيت اسلامي د تنظيم شاليد
او د يو شمير سياستوالو سقوط.

د جمعيت اسلامي شاليد ته په کتلو او د نوموړي تنظيم تاکتيکي لاسته رواړني، چي د سياسي اتيلافونو تر شا د قدرت اصلي ستني جوړوي، نوموړي تنظيم د کارمل د ګروپ په مرسته کابل ته ننوتل او هر څه يي يرغمل کړ، کله چي شورا نظار واکمن شو، يو شمير روښنفکرانو او جهادي قوماندانانو د دوي په چوپړ کښي پريوتل، چي د جمعيت اسلامي تر شا روسيه او ايران ولاړ و، د حزب اسلامي او د جمعيت اسلامي د کړګيچ په پير کښي د حزب وطن خيانت چي دوي يو شمير د حزب او بل اړخ يي د جمعيت سره د افغانانو په وژلو کښي عمده رول يي درلود، ځکه اسلامي تنظيمونونو د دوي څخه يي د يو وسيلي په توګه ګټه پورته کړ، چي چور او تالان، غلا، جنايات او فساد د دولت او حکومت په بطن کښي يي شکل ونيول، تر څو طالبان رامنځته شو، او وليدل شو چي ګلبيدين حکمتيار او يو شمير نور د دوي سره مل شو، ، د بن د غير عادلانه او غير ملي پريکړي په ترڅ کښي يو نالايق انسان پر افغانانو تحميل کړي شو، د حامد کرزي په پير کښي جمعيت د واک اصلي ستني يي تر لاسه کړ، کرزي کاملآ د شورا نظار په چوپړ کښي يي شتون درلود او دا لړي تر دا دمه غځيدلي، د داکټر غني په شتون کښي جمعيت اسلامي په نسبي ډول کمزوري کړي شو، د غني اقتصادي سياست او د پرګنو واټن د نوموړي تنظيم څخه، په نتيجه کښي دوي د سياست د محور څخه شاته پاتي شول، د مثل دښمن هيوادونو تر اغيز د جمعيت اسلامي پر محور نوي اتيلاف وزيږديدل، تر څو جمعيت اسلامي ژوندي وساتل شي، په دي اتيلاف کښي حکمتيار، احدي، حامد کرزي د رياست په تمه د جمعيت تر سيوري پريوتل، کرزي د لوي جرګي او موقت حکومت د تشکل او حکمتيار او احدي د ټاکني د بهير له مخي غواړي خپل موخي تر لاسه کړي، بهرنيان او يو شمير کړيو د حکومت او دولت په بدنه کي د غني د ناکامولو او دده د کارونو د خنډ لامل و او دي، په دي درشل کښي جمهور ريس ته غير واقعي ګزارش ورکول کيدل، پرته د شک څخه د غني او دوستم تر منځ د نفاق د رامنځته کيدو تر شا د غني نژدي کسانو لاس درلود، تر څو د جمهور ريس حلقه سره وويشل شي، د نوي اتيلاف د مشرانو د اړيکو پر بنسټ د انګليس او پاکستان نوي توطيي په زيږديدو دي، په هر صورت د امنيت د شورا د پخواني ريس اتمر امنيتي تدابير او اجراات کاملآ ناکام و، ځکه هر څه د يوي مطروحه پلان له مخي ترسره کيدل، ډير پخوا د غني ورور د اتمر پر نيت د بهرنيانو له منابعو څخه يي يادونه کړي و، دادي حنيف اتمر هم د جمهوري رياست په تمه د جمعيت سره د يو معاملي په ترڅ کښي غواړي جمهور ريس شي، چي ناکام تجربه کيداي شي، ګلبيدين حکمتيار، احدي او اتمر هر يو د يو ځانګړي قوم تر چتر غواړي ګټه پورته کړي، د وخت د نه شتون په وجه دومره ويل غواړم چي دوي د افغانستان په چوپړ کښي نه دي، او د ناکامو سياستوالو په قطار کښي ګڼل کيداي شي.

لغمان کې د یو قوماندان په ګډون شپږ وسلوال نیول شوي

۱۳۹۸/۶/۲۴

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

د ختیځ ولایت لغمان چارواکي وایې د ملي امنیت ځواکونو د وسله والو طالبانو د یوه قومندان په ګډون شپږ وسله وال د بېلا بېلو جرمنو په تور نیولي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی تلوسې راډیو ته وویل د تیرې یوې اونۍ په اوږدو کې د ملي امنیت ځواکونو په مرکز او ولسوالیو کې د ځانګړو پلټنو پرمهال د یو قوماندان په ګډون  شپږ تنه نیولي چې نیول شویو کسانو په لغمان ولایت کې په ګڼو، وژونو پېښو، د ماینونو په ایښودلو او تروریستي کړنو کې لاس درلود.

دولتزی وایي، چې نیول شویو وسله والو دغه راز هڅه کوله چې د جمهوري ریاست راتلونکو ټاکنو په ورځ په مرکز او ولسوالیو کې وسله والې پېښې ترسره کړي چې موخې ته له رسیدو وړاندې نیول شوي دي .

د والي ویاند وایي،چې نیول شویو وسله والو په خپلو جرمنو اعتراف کړی او د نورو پوښتنو او ګرویږنو په موخه د ملي امنیت په ریاست کې تر تحقیق لاندې دي.

د غزني پوهنتون د محصلینو پر موټر چاودنه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

دوشنبه ۲۵/۶/۱۳۹۸

د غزني ښار د دریمي امنیتي حوزي اړوند علي لالا دښتي ته څیرمه نن غرمه شاوخوا (۱۲:۳۰) بجي پر یوه کاسټر موټر چې محصلین یې ښار ته لېږدول ماين چادو شوی.

د کورنيو چارو وزارت وايي د طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ياده چاودنه کې د موټر چلوونکی وژل شوی او پنځه زده کړيالان چې ټول نارینه دي ټپیان شوي دي.

پیښه کې شاوخوا ۱۵ تنه محصلینو چې اکثریت یې ښځینه دي عصبي شوک لیدلی او دمګړۍ د غزني په ملکي روغتون کې تر درملني او روغتیایې مراقبتونو لاندي دي.

ولسي وګړو هلمند کې د افغان پوځ لاسته راوړنې وستایلې

۲۵/۶/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

هلمند کې د ولسي وګړو له لوري د افغان پوځ د لاسته راوړنو او قربانیو د ستایلو په موخه غونډه رابلل شوي وه، دوی د افغان پوځ د لاسته راوړنو د ستایلو ترڅنګ له بشپړ ملاتړ څخه هم ډاډ ورکړ.

د هلمند امنیه قومندانۍ د امنیت آمر سمونیار محمدرحیم نورزي له ولسي وګړو مننه وکړه چې له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ستاینه او ملاتړ کوي.

نوموړي وویل چې افغان پوځ په وروستیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو بریدونه او شوم پلانونه شنډ کړل، او د امنیت پر وړاندې یې ننګونې له منځه یوړې، چې په پایله کې یې د سیمو اوسیدونکو ته د ډاډمن ژوند زمینه برابره کړه.

هلمند کې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پدې ستاینغونډه کې د قومي مشرانو په استازیتوب وکیل نعمت الله صافي خبرې وکړې، نوموړي د افغان پوځ سرښندنې وستایلې او د هغوی دنده یې سپيڅلي او ویاړلي یاده کړه.

هلمند کې تردې وړاندې هم د ولسي وګړو او قومي مشرانو له لوري افغان ځواکونه ستایل شوي او د بشپړ ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

پکتیا اوسیدونکي: د حکومت د نه پاملرنې له امله، ناوړه دودونه ډېر شوي

۱۳۹۸\وږی\ ۲۵ نېټه

زیارت ګل تاثیر ، تلوسه راډيو ـــ پکتیا

پکتیا یو کلتوري ولایت دی، چې قومي جوړښت لري او ډېری ستونزې د همدې قومي جوړښت پراساس د مرکو او جرګو له لارې حل او فصل کيږي.

همدا لامل دی، چې پکتیا د مرکو او جرګو د ټاټوبي په نوم یادیږي.

که څه هم یادې مرکې او جرګې ډېری وخت د لویو ستونزو د هواري لامل شوي، خو پدې برخه کې ځينې ناوړه دودونه لا هم شته، چې د ېوې لانجې له حل څخه وروسته ترې نورې پیدا کيږي.

د دغو بدو دو دودونو له جملې یوه هم په بدو کې د نجنو ورکړه ده، چې اوسمهال لدغې چارې سره ډېری اوسیدونکي مخالف دي .

که څه هم اوس په بدو کې د نجونو ورکړه کمه تر سترګو کیږي، خو اوسیدونکي وايي، داغه ستونزه دې له منځه یوړل شي .

دوی پدې برخه کې د حکومت لاس وهنه اړینه بولي او ترې غوښتنه کوي، چې د بدو دودنو د مخنوي لپاره دې لاس په کار شي  ‎.

مصطفی قمري ازاد خبریال او فعال دی، دی وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله پدغه ولایت کې بد دودونه ډېر شوي، چې باید د مخنیوي لپاره يې حکومت د حل لارې چارې ولټوي  وکړي.

ومو غوښتل پدې اړوند د اطلاعاتو او  کلتور ریاست نظر هم له ځان سره ولرو ‎.

پدغه ریاست کې د ځوانانو چارو آمر نقیب الله احساس بیا پخپلو خبرو کې تلوسې راډيو ته  وویل، په قومي فیصلو او د ناوړه دودونو په مخنیوي کې که حکومت  مداخله وکړي، نه یوازې دا چې مثبته نتیجه به ونه لري، بلکې د ټولنې لپاره به په ضرر تمامه شي .

یاده دې وي، پدې وروستیو کې د ورته بدو دودونو د مخنیوي لپاره ګڼو فعالانو ، علماو او قومي مخورو پراخې هڅې شروع کړې دي، چې ورسره د بدودو دودونو کچه هم راټېټه شوې ده.

په هرات کې د تښتول شوو څلورو کسانو د کورنۍ غړي شکایت لري

25/6/1398

تلوسه راډیو:هارون/هرات

د دې کورنۍ څلور غړۍ نیږدې اوه میاشتې مخکې د هرات اسلام کلا پر لویه لار تښتول شوي له دې سره سره چې پېسې یې هم سړي تښونکو ته ورکړي خو د کورنۍ غړي یې نه دي خوشې شوي.

قومي مشران وايې په دې اړه یې د ملي امنیت اداره خبره کړي د تښتونکو خبرې او تماسونه یې ورسره شریک کړي خو ظاهرآ تر اوسه اقدام د دوی د کسانو د خوشې کیدو په ګټه نه دي تمام شوي.

د هرات ولایت ځایې چارواکي بیا وایې دوی پېښه تر تعقیب لاندې لري او د دې په خاطر چې موضوع برملا نه شي کار روان دی او رسنیو ته به وروسته معلومات ورکړل شي.

هرات د افغانستان هغه ولایت چې د جنايې جرمونو ترڅنګ پکې د سړي تښتونې زیاتې پېښي تر سره کیږي چې یوه بیلګه یې د همدې کورنۍ د څلورو غړو تښتونه ده.

تر شل سلنه زيات ودونه په پاکستان کې په کم عمر کې کېږي

د وږي، سنبله  ۲۵  مه  ۱۳۹۸

                     د ماشومانو لپاره  د ملګرو ملتونو نړيوال صندوق يونسيف وايي، په  پاکستان کې شاوخوا شل  سلنه  ودونه  تر اتلس کلونو په  ټيټ  عمر کې کېږي. ځيني نجونه   خو بيا د څلوارلس کلونو  په  عمر کې ودېږي.

د ادارې په  يوه خپاره شوي راپور کې ويل شوي، چې د پاکستان په  شاته  پاته  سيمو کې چې په کې زياتره خلک بې سواده  او بې وسه  وي، د خپلو نجونو او هلکانو ودونه  په  کم  عمرۍ کې کوي.

د راپور له  مخې د هغو نجونو او هلکانو چې تر اتلس کلونو په  کم عمر کې ودونه کوي، شمېر يې يويشت سلنه  وي. خو لس سلنه  بيا داسي هم دي، چې عمرونه  يې ايله  څوارلس کلنۍ ته  رسېږي.

راپور زياتوي، چې داسي جبري او بې وخته  ودونه  زياتره د هيواد په  بلوچستان، قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا په  ځيني کليوالو سيمو کې ترسره  کېږي.

پاکستان په  نړيواله  کچه   هغه  ژمنه  لاسليک کړي، چې له  مخې به يې په  راتلونکې لسيزه کې د غربت  د له  منځه  وړل، ښه  روغتيايي او د زده کړې اسانتياوې پيدا کول او د کم عمر ودونو ته  د پای ټکی کښېښوول دي.

په  سند ايالت کې حکومت  داسي قانون تصويب کړی، چې له  مخې يې د واده لپاره لږ تر لږه  اتلس کلونه  عمر ټاکل شوی دی.  په  پنجاب ايالت کې بيا د هلک لپاره  اتلس خو د نجلۍ د واده کولو لپاره   شپاړس کلونه  عمر ټاکل شوی دی. که  څوک له  دې قانونه  سرغړونه  وکړي، څلورلکه  به  جريمه  ورکوي.

پکتیا: د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب ټولونې درې ورځنی کمپاین پېل شوی

۱۳۹۸\وږی\۲۵ نېټه.

زیارت ګل تاثیر ، تلوسه راډيو ـــ پکتیا

جامې زړې واغوندۍ، خو کتاب نوی واخلئ!

دا د هغه درې ورځني کمپاین نوم دی، چې د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتاب ټولونې په موخه پېل شوی .

ددې ریاست مسولین وايي، دغه اقدام يې د هغو کتابتونونو د غني کولو په پار  په لاره اچولی ، چې په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې شتون لري.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس صلاح الدین سلیس وايي، دا کمپاین يې د مرکز ګردېز مرکزي څلور لارې څخه پېل کړی، خو په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې به درې ورځې دوام وکړي .

اوسیدونکي ددې کمپاین په لاره اچولو څخه هر کلی کوي او وايي، پدې سره به په پکتیا کې له کتاب لوستنې سره، لا د خلکو مینه زیاته شي .

دوی له ټولو اوسیدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې پدې کمپاین کې مرسته وکړي او عامه کتابتونونه غني کړي .

یاده دې وي، دا لومړی ځل ندی، چې پدغه ولایت کې د کتاب ټولونې کمپاین په لاره اچول کيږي، بلکې له دې وړاندې هم ځينو مدني ټولنو هم ورته پروګرامونه په لاره اچولي دي، چې له ګټې خالي ندي .

ننګرهار او بغلان کې درې تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ونیول شول

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸

له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو په ننګرهار او بغلان کې درې تنه د هیرویینو او چرسو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
له دې منځه په ننګرهار کې د دوو بېو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه له ۲۷۷ کیلو ګرامه چرسو او هیروییو سره او یو تن له بغلان څخه د دوه کیلو ګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي دي.

پکتیکا کې ۹۰ وسله وال طالبان ووژل شول

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸

د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو نهه ورځنیو عملیاتو په ترڅ کې ۹۰ وسله وال طالبان وژل شوي.
د دې عملیاتو په لړ کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر موټرسایکلونه، وسلې، مهمات او پتڼځایونه هم له منځه وړل شوي دي