اوس ولې جمعيت اسلامي د موقت حکومت څخه ملاتړ کوي؟

اوس ولې جمعيت اسلامي د موقت حکومت څخه ملاتړ کوي؟

September 16, 2019

ليکوال، امان الله عمر د جمعيت اسلامي د تنظيم شاليد او د يو شمير سياستوالو سقوط. د جمعيت اسلامي شاليد ته په کتلو او د نوموړي تنظيم تاکتيکي لاسته رواړني، چي د سياسي اتيلافونو تر شا د قدرت اصلي ستني جوړوي، نوموړي تنظيم د کارمل د ګروپ په مرسته کابل ته ننوتل او هر څه يي يرغمل کړ، کله چي شورا نظار واکمن شو، يو شمير روښنفکرانو او جهادي قوماندانانو د دوي په چوپړ کښي پريوتل، چي د جمعيت اسلامي تر شا روسيه او ايران ولاړ و، د حزب اسلامي او د جمعيت اسلامي د کړګيچ په پير کښي د حزب وطن خيانت چي دوي يو شمير د حزب او بل اړخ يي د جمعيت سره د افغانانو په وژلو کښي عمده رول يي درلود، ځکه اسلامي تنظيمونونو د دوي څخه يي د يو وسيلي په توګه ګټه پورته کړ، چي چور او تالان، غلا، جنايات او فساد د دولت او حکومت په بطن کښي يي شکل ونيول، تر څو طالبان رامنځته شو، او وليدل شو چي ګلبيدين حکمتيار او يو شمير نور د دوي سره مل شو، ، د بن د غير عادلانه او غير ملي پريکړي په ترڅ کښي يو نالايق انسان پر افغانانو تحميل کړي شو، د حامد کرزي په پير کښي جمعيت د واک اصلي ستني يي تر لاسه کړ، کرزي کاملآ د شورا نظار په چوپړ کښي يي شتون درلود او دا لړي تر دا دمه غځيدلي، د داکټر غني په شتون کښي جمعيت اسلامي په نسبي ډول کمزوري کړي شو، د غني اقتصادي سياست او د پرګنو واټن د نوموړي تنظيم څخه، په نتيجه کښي دوي د سياست د محور څخه شاته پاتي شول، د مثل دښمن هيوادونو تر اغيز د جمعيت اسلامي پر محور نوي اتيلاف وزيږديدل، تر څو جمعيت اسلامي ژوندي وساتل شي، په دي اتيلاف کښي حکمتيار، احدي، حامد کرزي د رياست په تمه د جمعيت تر سيوري پريوتل، کرزي د لوي جرګي او موقت حکومت د تشکل او حکمتيار او احدي د ټاکني د بهير له مخي غواړي خپل موخي تر لاسه کړي، بهرنيان او يو شمير کړيو د حکومت او دولت په بدنه کي د غني د ناکامولو او دده د کارونو د خنډ لامل و او دي، په دي درشل کښي جمهور ريس ته غير واقعي ګزارش ورکول کيدل، پرته د شک څخه د غني او دوستم تر منځ د نفاق د رامنځته کيدو تر شا د غني نژدي کسانو لاس درلود، تر څو د جمهور ريس حلقه سره وويشل شي، د نوي اتيلاف د مشرانو د اړيکو پر بنسټ د انګليس او پاکستان نوي توطيي په زيږديدو دي، په هر صورت د امنيت د شورا د پخواني ريس اتمر امنيتي تدابير او اجراات کاملآ ناکام و، ځکه هر څه د يوي مطروحه پلان له مخي ترسره کيدل، ډير پخوا د غني ورور د اتمر پر نيت د بهرنيانو له منابعو څخه يي يادونه کړي و، دادي حنيف اتمر هم د جمهوري رياست په تمه د جمعيت سره د يو معاملي په ترڅ کښي غواړي جمهور ريس شي، چي ناکام تجربه کيداي شي، ګلبيدين حکمتيار، احدي او اتمر هر يو د يو ځانګړي قوم تر چتر غواړي ګټه پورته کړي، د وخت د نه شتون په وجه دومره ويل غواړم چي دوي د افغانستان په چوپړ کښي نه دي، او د ناکامو سياستوالو په قطار کښي ګڼل کيداي شي.

View 122

Create Account



Log In Your Account