د ملي پوليسو سفير مسکو کې په يوې چلېنجي لوبه کې ګډون کوي

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸

نن د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوی پاسوال عبدالصبور قانع د ملي پولیسو له افتخاري سفیر باز محمد مبارز سره وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي قانع د ورزش په ډګر کې د هېواد لپاره د مبارز هڅې او لاسته راوړنې د ستاینې وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې همدا ورزشکاران د هېواد درې رنګه بیرغ په نړيوالو لوبغالو کې رپوي او د افغانستان رښتینې مبارزه څېره نړيوالو ته ورښيي.

لوی پاسوال عبدالصبور قانع، باز محمد مبارز ته د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو یونیفورم ډالۍ کړ او مبارز ته یې د راتلوونکې مسابقې د بريا په موخه د دعا لاسونه لپه کړل.

د ملي پوليسو افتخاري سفير باز محمد مبارز هم په راتلوونکې لوبه کې له خپلو تياريو ډاډ ورکړ او له خپلو خلکو يې د ملاتړ او دعا غوښتنه وکړه.

د یادونې ده چې باز محمد مبارز د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه د جمعې په شپه د روسیې په مسکو ښار کې په يوې حساسه چلېنجي سیالۍ کې ګډون کوي، چې له تېرو څلورو میاشتو راپدې خوا یې د بریا په هدف پېچلي تمرینات ترسره کړي دي.

هلمند کې پنځه سړي تښتوونکي ونيول شول

يکشنبه ۳۱ وږى ۱۳۹۸

د هلمند ولايت په نهرسراج ولسوالۍ کې پنځه سړي تښتوونکي ونيول شول.
يادو سړي تښټوونکو په نهرسراج ولسوالۍ کې د يوه صراف زوى تښتولى و او له هغه يې د خلاصون په بدل کې د ٦۰ زرو امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه، چې د هلمند پوليسو لخوا پر وخت ونيول شول.
تښتول شوى ماشوم يې کورنۍ ته سپارل شوى دى.

د خوست شيخ زاید پوهنتون کې استادان له تعصوبي چلند شکایت کوي

۱۳۹۸\وږی\ ۳۱ نېټه
زیارت ګل تاثیر ، تلوسه راډيو ـــــ خوست
د خوست شیخ زاید پوهنتون استادان ددې پوهنتون رهبري په قومي، ژبني ، حزبي او ورته نورو تعصب تورونه وي او وايي، د پوهنتون رهبري پورته مسایلو ته لمن وهي .
ددې پوهنتون استادان زیاتوي، د کادري ازموینو سوالونه په ښارونو کې پلورل کيږي، چې که حالت ورته دوام وکړي ، پوهنتون به بد لورته سوق شي او ګڼې ستونزې به ترې را ولاړې شي .
دوی وايي ، که د پوهنتون چارې داسې روانې وي، د زده کړیالانو په سرنوشت به منفي اغېز وکړي .
په ورته مهال بیا ددې پوهنتون رییس حسین ګل اریوبي لږېدلي تورونه بې بنسټه بولي او وايي، که معترض استادان ثبوتونه لري وړاندې دې کړي ، که وړاندې شوي ثبوتونه د حقیقت پر بنسټ ولاړ وي، دوی به راولاړو شویو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د حل لار به ورته وګوري .
د خوست والي حلیم فدايي، د دواړو لوریو خبرې يې اورېدلې دي او ژر به ورته د حل لار ولټوي.
فدايي زیاتوي، ددې ستونزو د حل په موخه به یو کمیسون وټاکل شي او راولاړه ستونزه به هواره کړي .
پدې پوهنتون کې د قومي ، ژبني ، حزبي تعصب ورها خوا، ګڼې نورې ستونزې هم شته ، چې پدې پوهنتون کې ترې استادان او محصلین شکایت کوي او د حل غوښتنه يې کوي .

پوليسو فاریاب کې دوه وسله وال طالبان چې ښځينه څادرۍ اغوستې وې، ووژل

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸

تېره ورځ درې وسله والو طالبانو چې یو یې له ځانه موټر چلوونکی او دوه نورو یې سورلي جوړه کړې وه او ښځینه چادرۍ یې پر سر وې او غوښتل یې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پر دولتي بنسټونو وسله وال بریدونه ترسره کړي، د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته سره نښتي، چې په ترڅ کې یې دوه وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
له ښځینه چادرۍ څخه استفاده له هغه تکتیکونو دي چې طالبان یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د پټېدنې پخاطر کوي، خو په وار وار له دې لارو د استفادې په حالت کې ګیر راغلي.
د یادونې چې ده چې پدې نښته کې یو ملي پولیس هم شهید شوی دی.

ننګرهار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره ونیول شول

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸

د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره چې اوه کړۍ لاسي بمونه او دوه میله وسلې هم پکې شاملې دي، نیولي دي.
همداراز تېره شپه ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړي، چې په لړ کې یې دوه میله وسلې له یو شمېر مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره کشف او ضبط کړي دي.

هرات کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له یوې چاودنې مخنیوی وشو

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸

وسله والو طالبانو د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړې و، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
وسله والو یاد ماین په پشتون زرغون ولسوالۍ کې په یوه حمام کې دننه د ملکي مرګ ژوبلې په هدف ځای پر ځای کړی و، چې له چاودنې مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.

کندهار کې به ټاکنې د امنیت په فضا کې ترسره شي

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸

کندهار کې د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو په هدف امنیتي غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د کندهار ولایت د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرفي د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي په موخه امنیتي پلان تشرېح کړ او ویې ویل، چې تر اوسه د ټاکنو په برخه کې هېڅ ستونزه نده رامنځته شوې او د راتلوونکو ورځو لپاره هم له امنیتي بنسټونو سره د ټاکنو د ترسره کولو په هدف ژوره همغږي لري.
رحمت الله اطرافي کندهار مېشتو ته د پوره امنیت ساتلو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ټاکنو په ملي پروسه کې دې په ډاډه زړه د رایې اچونې صندوقونو ته ولاړ شي او خپل حق او مسوولیت دې ترسره کړي.
ښاغلي اطرافي په ولسمشریزو ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو له عدم مداخلې خبر ورکړ او ویې ویل، چې په ټاکنو کې به هېڅ امنیتي سرتېری هم لاسوهنه ونه کړي او د امنیتي ځواکونو پر بشپړې بېطرفۍ یې ټنیګار وکړ.

لوګر کې د وسله والو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون یو طالب ووژل شو

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸

تېره شپه د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مهم ډلمشر حشمت په ګډون یو وسله وال طالب ووژل شو.
حشمت نومي د لوګر – پکتیا پر عمومي سړک دولتي کارکوونکي او عام خلک له موټرو ښکته کول او په وژلو یې لاس پورې کوه، چې تېره شپه په محمد آغه کې ووژل شو.

د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ وروسته له دوو کلونو آزاده شوه

١٣٩٨/٦/٣١

ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې د مبین عملیاتو په دویم پړاو په ترڅ کې چې وړمه ورځ د دفاعي او امنیتي ځواکونو لخوا د غزني ولایت په شمال کې پیل شوي وو، د ياد ولایت جغتو ولسوالۍ وروسته له دوو کلونو په پشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه او آزاده شوه.
ددغو عملیاتو په ترڅ کې زیات شمیر ځای پر ځای شوي ماینونه خنثی شوي او دښمن ته تلفات هم اوښتي دي چې دقیقه شمیره به یې وروسته خپره شي.
د جغتو ولسوالۍ په آزادیدو سره، د غزنی ولایت مالستان، جاغوري، اجرستان او ناور ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز سره ونښلول شوې.امنيتي ځواکونه د جغتو شریف ولس ته د دوی د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي.
د یادونې ده چې د مبین عملیات په دریو پړاونو کې د روان کال د وږې له ۱۲مې څخه په غزني ولایت کې پیل شو.
د فاع وزارت وايي، په لومړي پړاو کې د دې ولایت په سویل کې پراخ عملیات پیل شول او طالبانو ته درانه واوښتل، ددغو عملیاتو دویم پړاو هم تېره ورځ د جغتو ولسوالۍ او قیاق درې د آزادیدو په موخه پیل شو چې په بریالیتوب سره پایته ورسید او ددغو عملیاتو دریم پړاو به په غزني ولایت کې د نمبر یک لويې لارې د امنیت د ټینګښت په موخه د عملیاتو ترسره کول وي.
د مبین عملیات په غزني کې د 203 تندر قول اردو د دریمې لوا د پخواني قوماندان شهید بريد جنرال عبدالمبين مجتبی د سر ښیندنو او زحمتونو په درناوي د نوموړي په نامه نومول شوي دي.