د خوست شيخ زاید پوهنتون کې استادان له تعصوبي چلند شکایت کوي

د خوست شيخ زاید پوهنتون کې استادان له تعصوبي چلند شکایت کوي

September 22, 2019

۱۳۹۸\وږی\ ۳۱ نېټه زیارت ګل تاثیر ، تلوسه راډيو ـــــ خوست د خوست شیخ زاید پوهنتون استادان ددې پوهنتون رهبري په قومي، ژبني ، حزبي او ورته نورو تعصب تورونه وي او وايي، د پوهنتون رهبري پورته مسایلو ته لمن وهي . ددې پوهنتون استادان زیاتوي، د کادري ازموینو سوالونه په ښارونو کې پلورل کيږي، چې که حالت ورته دوام وکړي ، پوهنتون به بد لورته سوق شي او ګڼې ستونزې به ترې را ولاړې شي . دوی وايي ، که د پوهنتون چارې داسې روانې وي، د زده کړیالانو په سرنوشت به منفي اغېز وکړي . په ورته مهال بیا ددې پوهنتون رییس حسین ګل اریوبي لږېدلي تورونه بې بنسټه بولي او وايي، که معترض استادان ثبوتونه لري وړاندې دې کړي ، که وړاندې شوي ثبوتونه د حقیقت پر بنسټ ولاړ وي، دوی به راولاړو شویو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او د حل لار به ورته وګوري . د خوست والي حلیم فدايي، د دواړو لوریو خبرې يې اورېدلې دي او ژر به ورته د حل لار ولټوي. فدايي زیاتوي، ددې ستونزو د حل په موخه به یو کمیسون وټاکل شي او راولاړه ستونزه به هواره کړي . پدې پوهنتون کې د قومي ، ژبني ، حزبي تعصب ورها خوا، ګڼې نورې ستونزې هم شته ، چې پدې پوهنتون کې ترې استادان او محصلین شکایت کوي او د حل غوښتنه يې کوي .

View 30

Create Account



Log In Your Account