پوليسو فاریاب کې دوه وسله وال طالبان چې ښځينه څادرۍ اغوستې وې، ووژل

پوليسو فاریاب کې دوه وسله وال طالبان چې ښځينه څادرۍ اغوستې وې، ووژل

September 22, 2019

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸

تېره ورځ درې وسله والو طالبانو چې یو یې له ځانه موټر چلوونکی او دوه نورو یې سورلي جوړه کړې وه او ښځینه چادرۍ یې پر سر وې او غوښتل یې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پر دولتي بنسټونو وسله وال بریدونه ترسره کړي، د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته سره نښتي، چې په ترڅ کې یې دوه وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی. له ښځینه چادرۍ څخه استفاده له هغه تکتیکونو دي چې طالبان یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د پټېدنې پخاطر کوي، خو په وار وار له دې لارو د استفادې په حالت کې ګیر راغلي. د یادونې چې ده چې پدې نښته کې یو ملي پولیس هم شهید شوی دی.

View 62

Create Account



Log In Your Account