مدني فعالانو په هلمند کې له زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته ترسره کړه

مدني فعالانو په هلمند کې له زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته ترسره کړه

September 23, 2019

۱/۷/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه کې په یو شمیر ښوونځیو کې پر زده کوونکو د مدني فعالانو له لورې کتابچې او قلمونه وویشل شول.

مدني فعالان وايي هڅه کوي ترڅو له ښوونځيو او زده کوونکو سره د مرستو احساس را ژوندی او پياوړی کړي ،چې په همدې موخه یې په لښکرګاه ښار کې په یو شمیر ښوونځیو کې سلګونو زده کوونکو ته د قرطاسیې وېش پېل کړ.

د مدني فعالانو په خبره چې له دې کار څخه یې موخه داده ترڅو د یو شمیر اړمنو ماشومانو د قرطاسیې د نشتون ستونزه حل کړي او له بل پلوه په ټولنه کې له زده کوونکو او ښوونځيو سره د مرستو او کمک روحیه پياوړې کړي.

مدني فعالان همدارنګه له تجارانو او نورو بډایه افغانانو څخه غوښتنه کوي چې پخپلو سیمو کې له ښوونځیو او زده کوونکو سره مرستې ترسره کړي.

هلمند کې تردې وړاندې هم د مدني فعالانو له لوري له زده کوونکو سره دیته ورته مرستې ترسره شویدي.

View 12

Create Account



Log In Your Account