موسی کلا کې ۲۲ طالبان وژل شوي او د بنګله دېش او پاکستاني تبعه و په ګډون ۱۴ کسان ژوندي نيول شوې دي

موسی کلا کې ۲۲ طالبان وژل شوي او د بنګله دېش او پاکستاني تبعه و په ګډون ۱۴ کسان ژوندي نيول شوې دي

September 23, 2019

١٣٩٨/٧/١ د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی چې تېره شپه د موسی کلا ولسوالۍ اړوند سيمه کې د هوايي بريدونو او عملياتو په ترڅ کې ۲۲ وسله وال مخالفين چې د فرهاد په نوم يې ولسوال او د بريدونو طرحه کولو مخکښ مسؤول او احسان الله نبيل چې نظامي قوماندان ؤ، وژل شوي دي. ددې ترڅنګ ۱۴ تنه مخالفين چې د پاکستان او بنګلديش اتباع هم پکې شامل دي، د امنيتي ځواکونو لخوا ژوندي نيول شوي دي او همدارنګه د وسله والو او چاوديدونکو توکو ګڼ مرکزونه هم ويجاړ شوي دي. خبر زياتوي چې پر ټولنيزو شبکو او د وسله والو طالبانو له لوري د خپاره شويو ادعاو له مخې ددغه بريدونو او عملياتو پر مهال چې پر ځانمرګو بريد کوونکو او د چاوديدونکو توکو پر ډيپوګانو ترسره شوی دی، ورڅېرمه د ملکي وګړو يو شمېر کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د دې پېښې کره څرنګوالي لپاره امنيتي بنسټونو ته دنده ورکړل شوي، ترڅو د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه هر اړخيزه څېړنه او اروزنه وکړي.

View 92

Create Account



Log In Your Account