نورستان کې د ټاکنو د امنیت ساتنې داډ ورکړل شو

نورستان کې د ټاکنو د امنیت ساتنې داډ ورکړل شو

September 23, 2019

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸

تېره ورځ د نورستان ولایت د امنیه قومندانۍ مشرتابه د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو د امنیت ساتنې په تړاو امنیتي غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د ټاکنو او د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د امنیت ساتنې په اړه امنیتي راپورونه وړاندې شول. د نورستان پولیسو نورستان مېشتو ته ډاډ ورکړ، چې د ټاکنو په ورځ به کلک امنیت تامین کړي او هېچا ته به د دې اجازه ورنه کړي، چې د ټاکنو په ورځ خنډ جوړ کړي. د نورستان پولیس له نورو امنیتي بنسټونو سره کلکه همغږي لري او د امنیت ساتنې ډاډ ورکوي.

View 12

Create Account



Log In Your Account