په هرات کې د روږدو کسانو شمېر خورا زیات شوی

په هرات کې د روږدو کسانو شمېر خورا زیات شوی

September 23, 2019

۱۳۹۸/۷/۱

تلوسه راډیو:هارون/هرات

هرات د افغانستان په غربي حوزه کې د ایران سره پر پوله پروت ولایت دی نو ځکه د ټول افغانستان روږدي د ایران څخه تر راتګ وروسته همدلته پاتې کیږي ځکه خو دې کسانو ښاریان خورا زیات په عذاب کړي.

په ښار کې د معتاده کسان زیاتېدو د هرات ولایتي شورا استازي هم اندېښمن کړي نو ځکه  له کورنیو څخه غوښتنه کوي چې خپل ځوانان وڅاري ترڅو په دې ناوړه عمل اخته نه شي.

د هرات د والي ویاند وايې، روږدو په هرات کې د زیاتو مشکلاتو ترڅنګ ډیر بومي کسان هم په اعتیاد اړولې خو فرهاد وايې د دوې د درملنې لپاره پلان شته.

هیره دې نوي چې په هرات کې ویل کیږې تر یو لک پورې معتاده کسان موجود دي چې نه یواځې د دوې درملنه په سم ډول نکیږي بل ورځ تر بلې یې په شمیر کې زیاتوالې راځي.

View 11

Create Account



Log In Your Account