ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۰۰ میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي

ځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ۱۰۰ میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي

September 23, 2019

 

۱/۷/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

هلمند کې د ملي امنیت ځانګړي قطعې په هلمند، ارزګان،فراه،هرات،زابل او غزني ولایتونو کې د تیرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ۲۰ بیلابیل عملیات ترسره کړیدي چې په ترڅ کې یې ګڼي لاسته راوړني لري، او طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دغو عملیاتو په پایله کې۱۰۰ میله مختلف النوع سپکي او درنې وسلې، لسګونه شکمن کسان، او ګڼ شمیر جګړه ایز توکي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د هلمند ولایت مرستیال مجاهدالله صفاري د ملي امنیت د ځانګړي ځواکونو دغه لاسته راوړنې ستايي او زیاتوي چې ملي امنیت ځانګړي قطعې د هلمند ترڅنګ په نورو ګاونډیو ولایتونو کې هم وسله وال طالبان له ماتي سره مخ کړي، او د سیمې خلکو ته یې سوله ایز ژوند برابر کړیدی.

د هلمند ملي امنیت ځانګړي ځواکونه د هیواد په کچه له پياوړو ځواکونو څخه شمیر کیږي او تل یې د امنیتي وضعیت د ترینګلتیا په حالت کې د هلمند ترڅنګ په ګاونډیو ولایتونو کې خپل عملیات ترسره کړیدي.

View 16

Create Account



Log In Your Account