عبدالرحیم زی: د پکتیا  صنعتي پارک ماسټر پلان بشپړ شوی

۱۳۹۸\تله \ ۱۲ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه راډيو ـــ پکتیا

د پکتیا صنعتي پارک ، چې ولسمشر يې څو ځله ژمنه وکړه، خو چارې تر ډېره پورې وځنډېدې .

ددې ولایت ګڼو صنعت کارانو د یاد پارک د ځنډېدلو چارو په اعتراض څو ځله غږ پورته کړ، خو په خپل وخت ددغه پارک چارې مخته نه ولاړې .

له ډېرې مودې ځنډ وروسته د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، دیاد پارک د ماسټر پلان چارې يې بشپړې کړې، چې ژر به يې نورې چارې پرمخ ولاړې شي .

ددې وزارت معین اجمل عبدالرحیم زی وايي، د یاد پارک په جوړېدو به نه یوازې د پکتیا د صنعت کارانو ستونزې  هوارې شي، بلکې پدې ولایت کې به ګڼو اوسیدونکو ته کاري فرصتونه ایجاد شي .

عبدالرحیم زی زیاتوي، دیاد صنعتي پارک ځمکې به اهل خلکو ته ورکړل شي او پدې برخه کې به له فساد څخه جدا مخنیوی وشي.

ددې ترڅنګ ښاغلي عبدالرحیم زي د پکتیا له صنعت کارانو څخه غوښتنه وکړه، چې د صنعت د پیاوړتیا په پار ګټورې طرحې جوړې او له دې وزارت سره دې شریکې کړي، چې یاد وزارت يې په کاري ساحه کې په نظر کې ونیسي .

د پکتیا صنعتي پارک جوړېدل ددې ولایت د اوسیدونکو یوه له لویو غوښتنو او د ولسمشر غني یوه له لویو ژمنو څخه وه، چې تر دمه پورې ددې غوښتنې او ژمنې څخه زیاته موده تیريږي، خو صنعت کاران يې لا له شتون څخه ندي برخمن شوي .

د پاکستان اورګاډو وزير له ولس سره شوې ژمنې عملي کوي

د تله، سنبله  ۱۲  مه  ۱۳۹۸

 

د پاکستان د اورګاډو د چارو وزير شېخ  رشيد ويلي چې اوسنی حکومت  له  ولس سره به شوي ژمنې  ترسره کړي او د ورېښمو د لارې مصارف  به  راټيټ کړي.

 

د صدراعظم  عمران خان په  مشرئ کې د پاکستان  د  اوسني مرکزي  حکومت  د اورګاډو د چارو وزير شېخ رشيد  يوې خبري غونډې ته  د وينا پرمهال ويلي، چې حکومت  غواړي هغه  ټولې ژمنې عملي  کړي، چې د نوموړي په  خبره له  ولس سره يې کړې دي.

د پاکستان عوامي غورځنګ  مشر  ښاغلي رشيد ويلي، چې حکومت  د ګاونډي هېواد چين سره د ورېښمو د لارې جوړولو مصارف  دوه  مليارد ډالره  راکموي.  د پاکستان او چين ترمنځ  د دغې پروژې د يوې برخې چې له کراچۍ تر پېښوره  شاوخوا اتلس سوه کيلوميتره  لويه  لاره جوړوي، د زيات لګښت  له  امله  له ځنډ سره مخ  شوې  وه.

شېخ  رشيد ويلي،  هيواد يې دومره  توان نه  لري، چې د نړيوالو پورونو دروند بار پر خپلو اوږو يوسي، نو ځکه  يې پتېيلې چې  د چين په مالي لګښت  له ګوادر تر کاشغره  د اقتصادي لارې  يا سي پيک  برخه  د اورګاډو د پروژې لګښت  له  اتو  ميليارډ ډالرو شپږ  ميليارډ ډالرو ته  راټيټ کړي.

نوموړي زياته کړې، چې حکومت  د کراچۍ او پېښور ترمنځ  د لويي لارې جوړلو ته  اوس ژمن دی او هڅه  به  وکړي، چې مصارف  نور هم  راټيټ کړي.

 

د يادونې وړ ده، چې شېخ  رشيد د صدراعظم  عمران  خان  د کابينې برخه  ده، چې واک  ته  له  رسېدو سره سم يې هوډ کړي، د ځيني اصلاحاتو له  مخې په دې هيواد کې اداري فساد، ناامنۍ او  بې وزلۍ ته  د پای ټکی کښېږدي او د زده کړې، روغتيا او کار په  برخه کې به  ولس ته  اسانتیاوې جوړي کاندي.

 

هراتي کروندګر وايې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي

12/8/1398

تلوسه راډیو:هارون/هرات

هرات چې د هېواد د کرهنیزو ولایتونو څخه شمېرل کیږي ډیری شمېر وګړي یې په کرهنه بوخت دي خو دوې وايې، ورسره حکومت پر کړو ژمنو نه دی دریدلی او دوی د ښو حاصلاتو سره سره بیاهم تاوانونه ګاللي.

مدني فعالین وايې، د بهرنیانو د ملیونونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم د کورنیو میوو او کرهنیز محصولاتو لپاره سړې خونې جوړې نشوې خو د هرات د کرنې ریس صبور رحماني وايې، د امکاناتو اندازه یې محدوده ده او ډیرې پېسې په اختیار کې نلري ترڅو سړې خونې ورغوي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت والي وایې په دې پسې دی چې د هرات ولایت میوې او کرهنیز توکي د ځمکې او هوایې دهلیزونو له لارو بهرته ولیږدوي.

په هرات ولایت کې کروندګر د حکومت د ژمنو نه عملي کیدو څخه په داسې حال کې شکایت کوي چې سږکال په دې ولایت کې د نورو میوو او کرهنیزو توکو ترڅنګ د انګور او انځرو په حاصلاتو کې پنځوس  او شل سلنه ډیروالی راغلی.

ولسمشر غني بلوڅ ازادي غوښتونکي کابل ته ورغواړي

ليکوال، سيال احمدزی

ولسمشرغنی دا اقدام د پاکستان د غیری قانونی حرکاتو او د افغان نظام ضد کړیو د روزلو، حمایه کولو او لوبولو په غبرګون کې کوئ. ولسمشرغنی دا پریکړه وروسته له هغې کړۍ چې پاکستان افغان طالبان چې د افغان حکومت او ولس پر وړاندې جنګیږی په غیر قانونی او د ګاونډیتوب د اوصولو خلاف پاکستان ته دعوت کړې او ددهغوی یې ګرم هرکلې کړیده …. د طالبانو د سیاسی دفتر نه پرته چې تازه یې دعوت کړې نور د طالبانو د رهبری نه نیولې تر عادی افرادو یې ټول په پاکستان کې دیره دې او د کورونو نیولې تر مرکزونو یې ورته جوړ کړې. اوس ځینو سرچینو دا خبره په ډاګه کړې چې ولسمشرغنی د پاکستان د دوه مخیتوب او شیطانی سیاست پر وړاندی له بل هر وخت حساس شوۍ او تصمیم یې نیولی ده چې بلوچ ازادی غوښتونکی کابل ته دعوت او ورته په کابل کې دفترونه او د ژوند سهولتونه برابر کړئ ترڅو وکولای شئ چې خپله مبارزه په ښه شکل وکولای شئ. داسی انګیرل کیږئ چې د طالبانو د سیاسی دفتر غړو په دعوت سره پاکستان نوې لوبه د ولسمشری ټاکنو د جنجالی کیدو دپاره پیل کړې چې په کور دننه یې هم ځینې وفادار فطری جاسوسان هم کار پیلوی. ددوی نهایی هدف د ولسمشرغنی د بیا ځلی ټاکل کیدو مخنیوی او په نهایت کې د یو قوی مرکزی نظام د جوړیدو پر وړاندی مشکلات جوړول دې. د طالبانو د سیاسی دفتر غړو بیخی د شرم او غیرت په نوم ټولې پولی پخپل سفر کې نړولی او د پنجاب خارجه وزیر ته یې له قطره عطرونه د ډالی په ډول وړاندی کړل چې دا د بیشرمی وروستی حد ده. په همدی سیاسي غړو کې ډیر یې پنجاب سره بندیان وه او د یو وحشی حیوان په سترګه یې هم ورته نه کتل انسان خو لا لرې خبره ده. خو افغان حکومت د پنجاب له رزیل حکومت څخه د فشارونو په نتیجه کې را خلاص او قطر ته ولاړل. دا اشخاص روسیی ته، چین ته، ایران ته، پاکستان ته او نورو مضرو هېوادونو ته په افتخار روان دې او افغان حکومت ته د خبرو دپاره نه حاضریږی چې دا ددوی پر حقانیت او د مبارزی په رښتینولی د ولس شک تر بل هر وخت ډیر کړیده. اوس ولس پوهیږئ چې ددوی مبارزه د څه دپاره ده، د چا دپاره کار کوئ او بالاخـــره ولې د اسلام له نوم څخه داسې ناوړه ګټه پورته کوې. په هر حال که ولسمشرغنی د بلوچ ازادی غوښتونکی غورځنګ مشران راوغواړی ،دفترونه ورکړئ او پوره ملاتړ یې له هری ممکنی لاری په ګټې اخیستو وکړې دابه ددوی د شیطانی حرکاتو او اعمالو پر وړاندی یو مناسب ګام وې. مونږ یې هرکلې کوو ولسمشرغنی د پاکستانی ملایانو، پوجیانو او ټولو په خوله ډیر لاندی باندی کیږی چې دې کار د ولسمشرغنی محبوبیت او ملی ګټو ته ژمنتیا ولس ته لا ثابته کړې او ولس یې پوره ملاتړ کوئ. ولسمسرغنی بیا ځلې ولسمشر ده او د پاکستان نوی لوبه وار دمخه خنثَی ده. په دومره توپیر له مخکی چې پنجاب به د خپلو روزل شویو غلامانو په مټ بیا د بی ګناه افغانانو وینی وبهوی ولې خپل هدف ته به ونه رسیږئ. بلوچ ازادی غوښتونکی ملت پال زمونږ وروڼه او زمونږ پشان د پنجاب له ظلم لاندې دې. د بلوچ ازادی پاله ملت ملاتړ په هر افغان فرض ده د پښتون ژغورنی غورځنګ ملاتړ او ورسره دریدل هم زمونږ وجیبه ده او د پنجاب له شره د هر لاندی انسان سره دریدل د انسانیت څخه ملاتړ ده. #پنجابـــــ_دزوال_پلور_وروستې_ګامـــــونه_اخلې انځور کې د طالبانو د سیاسی دفتر غړو سره د پنجاب مخکنی او اوسنی عکس العملونه ښکارئ.

د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو

جمعه ۱۲ تله ۱۳۹۸

تېره شپه وسله والو طالبانو د هرات ولایت پر اوبې ولسوالۍ د برید قصد درلود، چې د ملي پولیسو له کلک غبرګون سره مخ شول.
د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو تش په نامه ولسوال “ملا متین خادم” له اوه نورو وسله والو طالبانو سره وژل شوی دی.
خادم د اوبې ولسوالۍ سربېره د درېیو نورو ولسوالیو نظامي مسوولیت هم پر غاړه درلود.

موليز د کريکټ د ملي ټيم د غوراوي کميټې مشر او ډکريکټ ډايريکټر وټاکل شو

١٣٩٨/٧/١٢
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې پخوانی غړی انډي مولز د دغې کمېټې د مشر او کرکټ ډایریکټر په توګه په دنده وګومارل شو.
نوموړی چې له دې وړاندې د بنګله دېش لپاره د افغان لوبډلې د سرپرست مشر رزونکي مسوولیت هم پر غاړه درلود، د کرکټ په ډګر کې شا وخوا ۲۵ کاله تجربه لري او level 4 coach هم دی چې دا دی اوسمهال د کرکټ بورډ ادارې له لوري د ملي، ایمرجنګ، الف او له ۱۹کلنو کم عمره لوبډلو د غوراوي کمېټې د مشر او کرکټ ډایریکټر په توګه په دنده وګومارل شو.

پولیسو د برېښنا د ستنې له چاودنې مخنیوی وکړ

پرون د فاریاب ولایت پولیسو د وارداتي برېښنا له ستنې سره له چاودنې مخنیوی کړی دی.
طالبانو د خانچهار باغ ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د برېښنا له یوې ستنې سره ۲۵ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شول.

جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

١٣٨٧/٧/١٢

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
د ملي امنیت عمومي ریاست د ودانیو رئیس حبیب الرحمن روشان د دغې پروژې په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل: دغه روغتون په دیارلس جریبه ځمکه کې د تلخونې په ګډون په څلورو پوړونو کې په نړیوالو نورمونو جوړېږي. دغه ودانۍ د اړتیا پرمهال له اتو څخه تر لسو پوړونو پورې د لوړولو او دوه سوه بستریز روغتون ته د ارتقاظرفیت لري.

نوموړي څرګنده کړه، ملي تدارکاتو ادارې له صفت ساختماني شرکت سره د ۳۵۷،۶ میلیون افغانیو په ارزښت د یاد روغتون د جوړولو تړون لاسلیک کړی چې په درې کالو کې یې چارې بشپړېږي.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د بنسټ ډبرې له اېښودو وروسته د ملي امنیت د افشارو اداري کمپلکس د غونډوتالار کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په پيل کې د ملي امنیت عمومي ریاست سرپرست ډګرجنرال احمدضیا سراج جمهوررئیس ته دښه راغلاست پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون د افغانستان په کچه لومړنی دولتي روغتون وباله او ټولو ته یې د هغه د جوړولو مبارکي وویله.
نوموړي د طالبانو او داعش پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو بریالیو عملیاتو ته په اشارې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ښه امنیت د تامین په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو کوښښونه، همغږي او همکاري وستایله.

د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو رئیس تورنجنرال حشمت الله نوابي له جمهوررئیس غني څخه د دغه روغتون د وړاندیز د منلو له امله مننه وکړه او وې ویل، دا روغتون به د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو او د هغوی د کورنیو غړو ته د زړه ناروغیو د درملنې په برخه کې ښه خدمات وړاندې او بهر ته به د دوی د تلو اړتیاراکمه کړي.

ولسمشر غني یادو مراسمو ته د وینا او د زړه سل بستریز روغتون د مبارکۍ پرمهال امنیتي او دفاعي ځواکونه د هیواد او ټولو هیوادوالو ویاړونه وبلل او هغوی ته په خطاب کې یې وویل، ستاسو د هر یوه زړه زما زړه ته نېغه لاره لري او ستاسو زړونه چې شپه او ورځ هیواد ته د کار او خدمت لپاره تپېږي، د لا زیاتې قدردانۍ ترڅنګ یې له دې وروسته په کوردننه درملنه کېږي.

جمهوررئیس اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زړه سل بستریز روغتون قراردادي شرکت دې وهڅوي چې د جوړولو چارې په دوو کالو کې بشپړې کړي او همدارنګه دې په مسلکي پرسونل د پانګونې ترڅنګ له ملي تدارکاتو ادارې سره په همغږۍ د یاد روغتون لپاره ټول د اړتیا وړ وسایل اولوازم برابر شي.

محمداشرف غني له ډاکټر حشمت الله نوابي څخه د دغه روغتون د نظر او وړاندیز او له دې امله مننه وکړه چې د غازي امان الله خان روغتون یې په یوه نمونه یي روغتون بدل کړی دی. همدارنګه یې هیله څرګنده کړه، چې د پولیسو روغتون هم ژر تر ژره په یو نمونه یي روغتون بدل شي.

جمهوررئیس غني د ملي امنیت د روغتیایي خدمتونو رئیس ته وویل چې د روغتونونو د لا ښه والي او تجهیز په اړه خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول له جمهوري ریاست سره شریک کړي. هغه زیاته کړه، د نظامي روغتونونو روغتیایي خدمات ښه شوي، مګر په ملکي روغتونو کې لا هم ستونزې موجودې دي او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري تصادفي نه، بلکې د دوی د پرلپسې هلوځلو لاسته راوړنه وبلله. هغه زیاته کړه، تاسو په وروستیو دوه میاشتو کې په خپلو مبارزو او سرښندنو سره ثابته کړه چې د نظام ساتونکي او د جمهوریت ملاتړي یاست.

د هیواد جمهوررئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو هیوادوالو ته د نورو د توقع برخلاف او د طالبانو د تهدیدونو باوجود، د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو مبارکي وویله.

جمهوررئیس د افغانستان د طبي شورا د مشرې ډاکټر نسرین اوریاخېل هلو ځلو ته په اشارې په ټینګار سره وویل، د دوی له لوري غوره شوي نورمونه او معیارونه باید تطبیق او هر ډاکټر د صحي بورډ له لوري د فعالیت جواز ولري او سویه یې تثبیت شي، ځکه د ډاکټر تېروتنه نه جبرانېدونکې ده.