ولسمشر غني بلوڅ ازادي غوښتونکي کابل ته ورغواړي

ولسمشر غني بلوڅ ازادي غوښتونکي کابل ته ورغواړي

October 4, 2019

ليکوال، سيال احمدزی

ولسمشرغنی دا اقدام د پاکستان د غیری قانونی حرکاتو او د افغان نظام ضد کړیو د روزلو، حمایه کولو او لوبولو په غبرګون کې کوئ. ولسمشرغنی دا پریکړه وروسته له هغې کړۍ چې پاکستان افغان طالبان چې د افغان حکومت او ولس پر وړاندې جنګیږی په غیر قانونی او د ګاونډیتوب د اوصولو خلاف پاکستان ته دعوت کړې او ددهغوی یې ګرم هرکلې کړیده .... د طالبانو د سیاسی دفتر نه پرته چې تازه یې دعوت کړې نور د طالبانو د رهبری نه نیولې تر عادی افرادو یې ټول په پاکستان کې دیره دې او د کورونو نیولې تر مرکزونو یې ورته جوړ کړې. اوس ځینو سرچینو دا خبره په ډاګه کړې چې ولسمشرغنی د پاکستان د دوه مخیتوب او شیطانی سیاست پر وړاندی له بل هر وخت حساس شوۍ او تصمیم یې نیولی ده چې بلوچ ازادی غوښتونکی کابل ته دعوت او ورته په کابل کې دفترونه او د ژوند سهولتونه برابر کړئ ترڅو وکولای شئ چې خپله مبارزه په ښه شکل وکولای شئ. داسی انګیرل کیږئ چې د طالبانو د سیاسی دفتر غړو په دعوت سره پاکستان نوې لوبه د ولسمشری ټاکنو د جنجالی کیدو دپاره پیل کړې چې په کور دننه یې هم ځینې وفادار فطری جاسوسان هم کار پیلوی. ددوی نهایی هدف د ولسمشرغنی د بیا ځلی ټاکل کیدو مخنیوی او په نهایت کې د یو قوی مرکزی نظام د جوړیدو پر وړاندی مشکلات جوړول دې. د طالبانو د سیاسی دفتر غړو بیخی د شرم او غیرت په نوم ټولې پولی پخپل سفر کې نړولی او د پنجاب خارجه وزیر ته یې له قطره عطرونه د ډالی په ډول وړاندی کړل چې دا د بیشرمی وروستی حد ده. په همدی سیاسي غړو کې ډیر یې پنجاب سره بندیان وه او د یو وحشی حیوان په سترګه یې هم ورته نه کتل انسان خو لا لرې خبره ده. خو افغان حکومت د پنجاب له رزیل حکومت څخه د فشارونو په نتیجه کې را خلاص او قطر ته ولاړل. دا اشخاص روسیی ته، چین ته، ایران ته، پاکستان ته او نورو مضرو هېوادونو ته په افتخار روان دې او افغان حکومت ته د خبرو دپاره نه حاضریږی چې دا ددوی پر حقانیت او د مبارزی په رښتینولی د ولس شک تر بل هر وخت ډیر کړیده. اوس ولس پوهیږئ چې ددوی مبارزه د څه دپاره ده، د چا دپاره کار کوئ او بالاخـــره ولې د اسلام له نوم څخه داسې ناوړه ګټه پورته کوې. په هر حال که ولسمشرغنی د بلوچ ازادی غوښتونکی غورځنګ مشران راوغواړی ،دفترونه ورکړئ او پوره ملاتړ یې له هری ممکنی لاری په ګټې اخیستو وکړې دابه ددوی د شیطانی حرکاتو او اعمالو پر وړاندی یو مناسب ګام وې. مونږ یې هرکلې کوو ولسمشرغنی د پاکستانی ملایانو، پوجیانو او ټولو په خوله ډیر لاندی باندی کیږی چې دې کار د ولسمشرغنی محبوبیت او ملی ګټو ته ژمنتیا ولس ته لا ثابته کړې او ولس یې پوره ملاتړ کوئ. ولسمسرغنی بیا ځلې ولسمشر ده او د پاکستان نوی لوبه وار دمخه خنثَی ده. په دومره توپیر له مخکی چې پنجاب به د خپلو روزل شویو غلامانو په مټ بیا د بی ګناه افغانانو وینی وبهوی ولې خپل هدف ته به ونه رسیږئ. بلوچ ازادی غوښتونکی ملت پال زمونږ وروڼه او زمونږ پشان د پنجاب له ظلم لاندې دې. د بلوچ ازادی پاله ملت ملاتړ په هر افغان فرض ده د پښتون ژغورنی غورځنګ ملاتړ او ورسره دریدل هم زمونږ وجیبه ده او د پنجاب له شره د هر لاندی انسان سره دریدل د انسانیت څخه ملاتړ ده. #پنجابـــــ_دزوال_پلور_وروستې_ګامـــــونه_اخلې انځور کې د طالبانو د سیاسی دفتر غړو سره د پنجاب مخکنی او اوسنی عکس العملونه ښکارئ.

View 1190

Create Account



Log In Your Account