پکتیا صنعت کاران : د صنعتي پارک په جوړېدو به يې ستونزې حل شي

پکتیا صنعت کاران : د صنعتي پارک په جوړېدو به يې ستونزې حل شي

October 8, 2019

۱۳۹۸\تله\۱۶ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه راډيو ــ پکتیا

په پکتیا کې دا مهال ۸۰ کارخونې یا فابریکې د بېلابېلو توکو د تولید په موخه فعالیت کوي، خو یاد فعالیت په تيت او پراګند ډول دی.

د دې کارخونو مالکان، صنعت کاران او سوداګر وايي، که صنعتي ښار ګوټی ژر پرانیستل شي او  حکومت يې ځمکې وېش کړي، یادې کارخونې به په اسانۍ سره خپلې د تولید چارې پرمخ یوسي او ترڅنګ به يې د سوداګرو ستونزې ورسره هوارې شي.

فضل الدین یو تن سوداګر دی، د ده په خبره ، د پکتیا صنعتي پارک پرانیسته هم شوې، خو د ځمکو وېش يې تر دمه پورې ندی ترسره شوی .

دی د برښنا ترڅنګ ځينې نورې ستونزې هم په ګوته، چې په خبره یې پدې ولایت کې صنعت کاران او سوداګر ورسره مخ دي .

وړاندې د سوداګر ۍ او صنعیو وزارت هم ویلي، چې د پکتیا د صعنتي پارک ماسټر پلان جوړ شوی او منظم دی .

په همدې مهال د دې وزارت د اړونده ریاست رییس نقیب الله حیدري وايي، د روان کال په اوږدو کې د پکتیا صنعت کارانو ته د صنعتي پارک د ځمکو د وېش لړۍ پېل کړي .

د چارو پوهان وايي، که په پکتیا کې صنعتي ښار ګوټی جوړشي، ورسره به پدې ولایت کې پانګې اچونې ته د سوداګرو لیوالتیا هم زیاته شي.

View 20

Create Account



Log In Your Account