د امريکا سفارت: ټاکنو کې د هيڅ راز درغلی ځای نشته

د امريکا سفارت: ټاکنو کې د هيڅ راز درغلی ځای نشته

October 9, 2019

۱۳۹۸/۷/۱۷

د امريکا سفارت د ټاکنو له خپلواک کميسيونه مننه کړې چې دوی یې د رايو د شمېر بهير ته ورپرېښي او دا پرسه يې له نږدې ليدلې ده. ياد سفارت په يو ټويټ کې د ټاکنو د کميسيون کار ستايلی او ليکلې يې دي چې ټاکنو کې د هيڅ راز درغلی او لاسوهنې ځای نشته وړاندې ېې ليکلي چې افغانان د رڼو او قانوني‏ رايو د حسابولو جوګه دي. د کمیسیون رییسې د امریکا متحده ایالاتو له همکارۍ او ملاتړ نه مننه کړې، د پایلو راټولولو په اړه یې د کمیسیون د وروستیو پرمختګونو په اړه مالومات ورکړلي او ويلي يې دي "دواړه کمیسیونونه خپل کارونه په بې طرفه او شفاف ډول مخ ته بیايي او د هېچا تر فشار لاندې نه دي"

View 21

Create Account



Log In Your Account