د هند لويې وچې لپاره د القاعدې مشر ووژل شو

د هند لويې وچې لپاره د القاعدې مشر ووژل شو

October 9, 2019

۱۳۹۸/۷/۱۷

په داسې حال کې چې طالبانو او خلیلزاد په یوه وخت اسلام اباد ته سفر کړئ، او دواړه طالبان او پاکستان هڅه کوي څو له امریکا سره په ټپه درېدلي خبرې بیا پیل شي، د هلمند د موسی کلا په پېښه کې، د القاعده د نورو اورپکو تر څنګ، د هند لویې وچې لپاره د القاعدې مشر عاصم عمر وژنه به نوي ناندرۍ ورپورته کړي. پدې سره به د امريکا متحدو ايالتو کې د ټرامپ مخالفین په ده خولې ورخلاصې کړي او وبه وايي چې طالبان خپلې ژمنې نه عملي کوي. د ټرامپ مخالفين به ټينګار وکړي چې وسله والو طالبانو د القاعدې او نورو بهرنيو وسله والو سره تر اوسه خپلې اړیکې ندي پریکړي. سربیره پر دې چي د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي" په موسی کلا کې د القاعدې مشر ندئ وژل سوی"خو د نوموړي مړینه د ځایي خلګو او د افغانستان د ملي اميت رياست له خوا تائید شوېده. ملي امنيت په يو ټويټ کې وايي چې عاصم، د تېرې سپتامبر مياشتې په ۲۳مه د افغان او نړيوالو ګډو ځواکونو په هوايي بريد کې د يو شمېر نور القعده اورپکو سره يو ځای ووژل شو.

View 6

Create Account



Log In Your Account