د پاکستان حکومت د افغان ملي بانک پر ملکيت يرغل وکړ

د پاکستان حکومت د افغان ملي بانک پر ملکيت يرغل وکړ

October 9, 2019

١٣٩٨/٧/١٧ د پاکستان سلګونو پولیسو پرون ماښام په پیښور ښار کې د افغان ملي بانک ملکیت چې د میلیونو ډالرو ارزښت لري، يرغل کړی او هغه کشميري ته يې سپارلی چې دعوه يې پرې کړې وه. دا مارکېټ افغان نومېږي. پوليسو د افغانستان ملي بیرغ او د قونسلګرۍ لوحه یی هم ښکته کړې. لاندې مکتوب د افغان مارکیټ د مديريت لخوا ملي بانک ته لیږل شوی! د املاکو او اشتراکاتو محترم مديريت ته ! محترما: له نن ماذيګر راهيسې د پېښور دولتي چارواکو لخوا د افغان مارکيټ د قبضه اخيستلو کوشش روان دی او اندازتا تر شپږسوه پولیسو لخوا مارکیټ محاصره دی , او اول قدم کې يې په ډيرې بې عزتۍ سره افغان بيرغ د مارکيټ څخه کوز او بيا يې د قونسلګرۍ بورډ هم په زور کوز کړ او ټول مارکيټ يې د ماښام راهيسې بند کړی. د خلکو کارو روزګار هم بند شوی, مونږ په پيښور کې مې افغان قونسل صیب ته په وخت اطلاع ورکړې ده او نوموړی مارکېټ ته راغلی ؤ او هم مې افغان سفیر صیب ته پوره احوال ورکړ او سفیر صیب په ټولو حالاتو خبر دی. مونږ ټول فعلا په شمول د افغان قونسل دلته مارکیټ کې ناست يو او امکان دې ولري چې شپه هم په مارکيټ کې پاتې شو, او داسې ښکاري چې د افغان مارکیټ موضوع ډيره جدي شي او رسنيو ته هم وتلې ده , دا مهال، مو خبره سفیر ته پريښې ده چې سفیر صیب څه امر کوي نو مونږ ورته اطاعت لرو. او امکان دې ولري چې په دې هکله افغان سفیر صیب سباته افغان قونسلګرۍ احتجاجا بنده کړې.

View 41

Create Account



Log In Your Account