هلمند کې له زرګونو کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پېل شوه

هلمند کې له زرګونو کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پېل شوه

October 9, 2019

۱۷/۷/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

د  هلمند ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریئس میر قلم زاهدي وایي: هلمند ته د ولسمشر د ځانګړې حکم پر بنسټ دوه زره ټنه غنم ورکول شوي، چې د هغو له جملې څخه یې ۱۰ کورنیو ته د ویش لړۍ پېل کړه.

ښاغلی زاهدي وايي چې دغه غنم به د طبیعي او غیر طبیعي پېښو قربانانیو ته ورکول شي.

د هلمند ولایت د پېښو پر وړاندې مبارزې ریئس میر قلم زاهدي وایي: هرې کورنۍ ته سل کیلو غنم ورکول کیږي، او اړمنې کورنۍ د یو پلاوي په مټ  په پوره شفافیت غوره شویدي.

ښاغلي زاهدي زیاتوي هلمند کې د جګړه ځپلو کورنیو شمېر زیات دی او ښایي د دې غنمو لویه برخه دوی ته ورکول شي.

هلمند کي تر دې وړاندي هم له شاوخوا ۴۰ زره اړمنو او غریبو کورنیو سره مرستې ترسره شویدي.

View 34

Create Account



Log In Your Account