پاکستان کې به اقتصادي  پروژې د خلکو اقتصاد پياوړی کړي

پاکستان کې به اقتصادي پروژې د خلکو اقتصاد پياوړی کړي

October 9, 2019

د تله، سنبله  ۱۷  مه  ۱۳۹۸

   د پاکستان  په  سنا کې پخوانی غړی او د ملتپال  پښتونخوا ملي عوامي ګوند وياند رضا محمد رضا وايي، چې که  څه  هم  ګاونډي چين  په  مالي مرسته  له  جوړېدونکې اقتصادي  پروژې  سره  د بلوچستان  د شاته  پاته  سيمو د اوسېدونکيو اقتصاد پياوړی شي، خو د نوموړي  په  خبره  د پخواني صدراعظم  نواز شريف  په  حکومتي دوره  کې له  ولس سره  شوي ژمنې اوس  نه  هم  نه  ښکاري چې عملي شي.

نوموړي زياته کړه، چې د چين په مالي مرسته د جوړېدونکي اقتصادي لارې د لوېديځ سړک د جوړېدو هيڅ امکان نه ليدل کېږي. حکومت پر ختيځ سړک کار پېل کړی و، چې اوس د بشپړېدو په  حال کې دی.

 د يادونې وړ  ده، چې د چين په  مالي مرسته  د ګوادر کاشغر ترمنځ  د شپږڅلوېشت مېليارد ډالره  په لګښت د جوړېدونکې اقتصادي لارې  د لوېديځ لورې  په اړه  د بلوچستان  ملتپال سياسي مشران وايي، چې د پاکستان مرکزي حکومت  د پروژې له پلان څخه سرغړونه کړي د بلوچستان او خيبرپښتونخوا ايالتونو سيمې يې له پامه غورځولې دي.

په  تېرو کلونو کې د يادې اقتصادي لارې په اړه په کوېټه، پېښور او پلازمېنه اسلام اباد کې ټول ګونديز کنفرانسونه  رابلل شوې وو، چې په کې  د ټولو سياسي او مذهبي ډلو مشرانو، قانونپوهانو او  تجارانو  ګډون کړی  وو.  او په کې غوښتنه  شوې وه، چې د بلوچستان  د ګوادر او د چين د کاشغر تر منځ  اقتصادي لاره دي  پر پخواني ټاکل شوي پلان  جوړه شي.

View 8

Create Account



Log In Your Account