هلمند کې افغان ځواکونو په نا امنه سيمو کې عملیات پېل کړي دي

هلمند کې افغان ځواکونو په نا امنه سيمو کې عملیات پېل کړي دي

October 14, 2019

۲۲/۷/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي: افغان امنیتي ځواکونو د لښکرګاه- کندهار پر لویه لار د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات پېل کړي او هڅه کوي، چې پر دې لویه لار ولسي وګړو ته د خوندي او ډاډمن سفر زمېنه برابره کړي.

د ځواک په خبره چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې تر دې دمه پراخې سیمې افغان امنیتي ځواکونو نیولي دي.

یو شمېر امنیتي سرچینې بیا تاییدوي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پدې عملیاتو کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک همدارنګه زیاتوي چې د دې ولایت په یوې بلې جنوبي ولسوالۍ ګرمسیر کې هم د افغان امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري، چې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او پراخې سیمې له هغوئ څخه نیول شوي دي.

د ځواک په خبره ولایتي اداره او ټول افغان امنیتي ځواکونه پدې هڅه کې دي، چې پر لویو لارو ولسي وګړو ته د ډاډمن او خوندي سفر زمېنه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم افغان امنیتي ځواکونو د هلمند-کندهار د ۶۰۱ نمبر شهرا په نا امنه سیمو کې عملیات ترسره کړي ؤ، خو لا هم په بشپړ ډول دغه لویه لار نه ده خوندي شوي.

View 17

Create Account



Log In Your Account