پارلماني مصؤنیت څه ته وايي؟

پارلماني مصؤنیت څه ته وايي؟

October 14, 2019

لیکوال، سعد سليمان اشنا

د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې د ډیموکراتیک حکومت د پیاوړتیا لپاره د پارلمان (ولسي او مشرانو جرګې) غړو ته، د ځینو مشخصو کړنو په وخت مصؤنیت ورکوي. دا مصؤنیت یوازې د رسمي غونډو په وخت کې د هرډول وینا لپاره دی. ترڅنګ يي د رسمي کار په وخت کې د هرډول جرم، خیانت یا سرغړونې په تور نه نيول کیږي. خو دا مصؤنیت د دې لپاره ندی چې د شورا هر غړی د "جرم او خیانت" لپاره تشویق شي. ددی قانوني او مشخص وخت لپاره، وکیلان ځکه د توقیف، تورنیدو او بندي کولو مبرا ګڼل کیږي چې پورته ټول اعمال يي د ملي ګټو او یا د خپلو موکلینو په دفاع یا د حکومت د پیاوړتیا او یا د بل ملي ارزښت لپاره ترسره کړي وي. پارلماني مصونیت پدې ګټور دی چې د ولس استازي ټول ملي حقایق په جرات او بی له ویرې د ټول ملت سره شریک کړي او د مشرانو جرګې غړي په خلاص لاس وکړی شي اکثریت قوانین، بودیجې، مسودې او نوې مقررې تصویب کړي. وکیلان یا بل منتخب استازی په هیڅ صورت د بل هیوادوال د وژنې یا زیان رسولو حق نلري. د افغانستان په مندرجو قوانینو کې پولیس د قانون او عامه نظم او امنیت اصلي محافظین دي. د هر مشکوک حرکت، اقدام یا عمل مقابل کې حق لري چې هرڅه خپل کنترول کې کړي او عدليي او قضایي ارګانونو ته يي وسپاري. که په موټرو کې د تورو شیشو لګول منع وي، پولیس یي د پاکولو حق لري. او هر هغه فرد، مقام، یا ځانګړي موټر ته د تورو شیشو اجازه ورکوي چې د قانوني مرجع لخوا يي درخواست شوی او د موټر د جوازسیر ترڅنګ يي د امنیتي پوښتنو په وخت، پولیسو ته وښيې. داسی نده چې د وکیل، ورونه، تره زامن او اخښي هم په غیرقانوني ډول کړنو مصؤنیت ولري. د افغانستان د اساسي قانون او مدني قوانینو له مخې، ټول اتباع مساوي حقوق لري او د قانون په وړاندی یو شان مسؤلیت لري. خو منتخب شخصیتونه (وکیلان، سناتوران، جمهور رئیس، معاونین، ښاروالان، ولایتي شورا غړي او د محلي شوراګانو غړي) د قانون په رڼا او وضاحت کې ځانګړي امتیازات لري چې د ناوړه استفادې په صورت کې هاغه هم جرم شمیرل کیږي او پولیس يي د توقیف او قضايي ارګانونه يي د محاکمه کولو حق لري!

View 94

Create Account



Log In Your Account