خوست کې پنځه تنه د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

خوست کې پنځه تنه د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو ونیول شول

October 15, 2019

سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸

د خوست ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو او نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو پنځه تنه د وژنې او د نشه يي توکو د پلور په تړاو نیولي دي. له دې منځه درې تنه د خوست ولایت د باک ولسوالۍ په اړوند سیمو کې چې د درېیو خوست مېشتو په مرګ ژوبلې تورن دي او همداراز دوه تنه نور د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي. له یادو کسانو څخه یو شمېر نشه يي توکي هم کشف او ضبط شوي دي.

View 18

Create Account



Log In Your Account