د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د قومندان مرستیال ونیول شو

د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د قومندان مرستیال ونیول شو

October 15, 2019

سه شنبه ۲۳ تله ۱۳۹۸

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ د نهمې امنیتي حوزې له وسله والو سره د مبارزې منسوبینو د اوبې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د قومندان مرستیال نیولی دی. ملا عبدالله په طلحه مشهور او د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د سینان کلي اصلي اوسېدونکی دی، چې د وسله والو طالبانو د کلیدي قومندان مولوي نجیب الله مرستیال و. ملا عبدالله د وسله والو طالبانو کلیدي غړی وو، چې د هرات ولایت په اوبې او پشتون زرغون ولسوالیو کې یې په بېلابېلو وژونکو  پېښو کې په لاس لرلو اعتراف کړی دی.

View 28

Create Account



Log In Your Account