سوداګرۍ وزارت: افغانستان تېر کال بې حده سوداګریز پرمختګ کړی

سوداګرۍ وزارت: افغانستان تېر کال بې حده سوداګریز پرمختګ کړی

October 15, 2019

سه شنبه، د میزان ۲۳مه

 د افغانستان او بریټانیا ګډه سوداګریزه غونډه تېره ورځ د افغانستان د پنځو وزیرانو، ګڼو پانګه والو او سوداګرو په ګډون له بریټانوي چارواکو او پانګوالو سره په لندن کې ترسره شوه.

د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر اجمل احمدي وايي، تېر کال له امنیتي ستونزو سره سره افغانستان تر حده زیات سوداګریز پرمختګ کړی دی.

ښاغلي احمدي تېره ورځ په انګلستان کې د افغانستان- بریټانیا دویمې ګډې سوداګریزې غونډې ته په وینا کې له بریټانوي پانګه والو وغښتل چې په افغانستان کې دې پانګونې ته راوړاندې شي، ځکه د ده په وینا د افغانستان بازارونه لا هم پراخ او تازه سوداګریز فرصتونه لري.

په دې غونډه کې د اقتصاد وزیر مصطفی مستور هم ټینګار کړی دی چې د سولې روانې پروسې افغانستان ته د پانګه والو لیوالتیا زیاته کړې ده.

په دې ناسته کې زیاتره بحثونه په اقتصادي برخه کې په بانکدارۍ، بیمه او مالي چارو وشول. افغانستان او بریټانیا دا ډول لومړۍ غونډه تېر کال ترسره کړې وه.

View 19

Create Account



Log In Your Account