د ملي امنیت سلاکار  “د بیان ازادي خوندي او د وګړو ساتنه زموږ مسئولیت دی”

د ملي امنیت سلاکار “د بیان ازادي خوندي او د وګړو ساتنه زموږ مسئولیت دی”

October 15, 2019

سه شنبه، د تلې ۲۳مه-

 د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې افغان حکومت د قانون پر بنسټ ولاړ او ټولو هغو اصولو ته ژمن دی، چې ددې قوانینو لخوا وضع شوي دي. هغه له سیاسي شنونکي نظر محمد مطمئن او یو شمېر نورو فعالینو سره په کتنه کې وویل، چې د بیان آزادي یوه له دې اصولو څخه ده او هیڅوک هم پرته له دلیله نه شي ترې محرومېدلای. نظرمحمد مطمئن وايي، چې د خپلو نظرونو د ابراز او ویناو له امله یې ژوند په خطر کې دی او تېره جمعه مخامخ برید ورباندې شوی. ملي امنیت سلاکار ددې پېښې په اړه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې جدي به وڅېړل شي. ده وویل، چې د وګړو د ژوند خوندیتوب د حکومت لومړیتوب او دنده ده او دا کار د هر هغه چا لپاره کېږي، چې په دې هیواد کې سوله ییز ژوند کوي. په مجلس کې ناستو ګډونوالو هر یوه د خپلو ستونزو په بیانولو له ملي امنیت سلاکاره په دې اړه د همکارۍ غوښتنه وکړله. ډاکټر حمدالله محب دوی ټولو ته وویل، چې ستونزو ته به یې کتنه کېږي او په هر هغه کار کې به یې حمایه کوي، چې د هیواد د آرامۍ او پرمختګ لپاره وي. ده سوله د افغانستان تر ټولو ستره اړتیا یاده کړه او غوښتنه یې وکړه، چې په دې برخه کې د هر افغان صادقانه هڅو او همکاریو ته اړتیا ده. ده وویل، چې د خلکو د آرامۍ او ښېګڼې لپاره اړینه ده هر یو په هر موقف کې، چې یو د مسئولیت احساس وکړو او د افغانانو پر سر د معاملو او جګړو مخه ونیسو.

View 16

Create Account



Log In Your Account