د هلمند په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي کارکوونکي پر دنده ګمارل کېږي

د هلمند په لرې پرتو سیمو کې روغتیایي کارکوونکي پر دنده ګمارل کېږي

October 15, 2019

۲۳/۷/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې په دې هڅه کې دي ترڅو په ټولو لرې پرتو سیمو کې په کافي اندازه روغتیايي کارکوونکي پر دندو وګماري.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر ذاکر یقین وایي هڅه کوي ترڅو په دې ولایت کې د روغتیايي کارکوونکو د کمښت ستونزه حل کړي او په ټولو ولسوالیو کې اوسېدونکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي چې په دې برخه کې تردې مهاله یو لړ لاسته راوړنې هم لري.

ډاکټر یقین مني چې لا هم په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو د شتون اړتیا شته، خو زیاتوي چې دا ستونزه به په نږدې راتلونکې کې حل کړل شي.

د هلمند د عامې روغتیا سرپرست رئیس ذاکر یقین همدارنګه زیاتوي چې په مرکز لښکرګاه ښار کې د اړتیا وړ روغتیاپالان په روغتیایي مرکزونو کې پر دندو ګمارل شوي دي، او په دې برخه کې د ولسي وګړو چوپړ کوي.

تر دې وړاندې د هلمند ولایت د ناوې او نادعلي ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو شکایت کاوه، چې ګواکي هلته په ځایي روغتیایي مرکزونو کې ښځینه روغتیایي کارکوونکې شتون نلري.

View 11

Create Account



Log In Your Account