له غزني تر کندهاره د برېښنا رسولو چارې 70 سلنه بشپړ شوې دي

له غزني تر کندهاره د برېښنا رسولو چارې 70 سلنه بشپړ شوې دي

October 15, 2019

دوشنبه ۲۳/۷/۱۳۹۸

له غزني څخه زابل او کندهار ولایتونو ته د وارداتي برېښنا د لېږد چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ددې 220 کیلوولټ برېښنا مزي د کار په بشپړیدو سره به په سلګونو زره پیرودونکي له برېښنا څخه برخمن شي. د غزني – کندهار د 220 کیلوولټ لیږدونکي برېښنا مزي پروژې د پلي کیدو چارې په ټولیزه توګه د 70 سلنې په شاوخوا کې ترسره شوېدي او پاتې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. د برېښنا دا مهمه او لويه پراختیايي پروژه د غزني، زابل او کندهار ولایتونو (غزني ښار، قره باغ، مقر، شاه جوی، قلات او د کندهار ختیځو) سیمو کې د شپږ سوو زرو په شاوخوا کې پیرودونکي د نوي وارداتي برښنا څخه برخمنوي. نوموړې پروژه به د خلکو د اقتصاد پر پیاوړتیا، د برښنا قیمت پر را ټیټیدو، کرنیز سکټور او تولیداتو، پوهنې، فابریکو او د خلکو د ژوند د کچې په لوړیدو او ښه کیدو باندې مثبتې اغیزې ولري. د برښنا ددې پروژې تړون د افغانستان برښنا شرکت، په 2017 زیږدیز کال کې د KEC نړیوالې هندي کمپنۍ سره لاسلیک کړی. یاده پروژه د 129میلیون ډالرو په شاوخوا کې لګښت لري، چې پیسې یې د امریکا متحده ایالتونو د پراختیایي ادارې (USAID) له بودجې څخه د افغانستان دولت له لارې ورکول کیږي. په پام کې ده دا پروژه په 2020 زیږدیز کال کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

View 19

Create Account



Log In Your Account