ننګرهار  کې د قاچاق کوونکو په ګډون ۱۷ وسلوال نیول شوي

ننګرهار کې د قاچاق کوونکو په ګډون ۱۷ وسلوال نیول شوي

October 15, 2019

۱۳۹۸/۷/۲۳

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

  د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي په تیره یوه اونۍ کې د قاچاق کوونکو په ګډون په دي ولایت کې اوولس داعش او طالب وسله وال نیول شوي دي .

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل تلوسې راډیو ته وویل ، چې د ملي امنیت ځواکونو د ننګرهار په بېلابېلو سیمو کې داعش وسله وال او قاچاقبر نیولي دي.

میاخېل زیاته کړه په نیول شویو کسانو کې اته داعش، درې وسله وال طالبان ۶ تنه د سړي تښتونې او نشه یي توکو قاچاق کوونکي شامل دي.

تراوسه داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې ګڼ وسلوال او سړي تښتونکي نیول شوي دي .

View 9

Create Account



Log In Your Account