په کورمه ايجنسۍ کې خلکو د حکومت پرضد لاریون وکړ

په کورمه ايجنسۍ کې خلکو د حکومت پرضد لاریون وکړ

October 15, 2019

تلوسه / نيازمحمد خان/ پېښور

د منځينۍ کورمې ایجنسې څلور قومونو څمکنو،علي شيرزئ ، مسوزئ او يمشت کې د سیمو سلګونو خلکو د کورمې په صده ښار کې د حکومت پر ضدلاریو کړی دی.

 د دوی په وينا منځنۍ کورمه کې د دوه زره نهم ګال کې پوځي عمليات پېل شوي وو چې له امله یې په زرګونو خلک د سيمې نه په کډه کولو مجبور شوي وو او په عملياتو کې د زرو نه زياتو خلکو ژوند له لاسه ورکړی وو خو د حکومت لخوا درې کاله وړاندې په سيمه کې د ړنګ شويو کورونو سروې د ترسره کيدو وروسته هم د خلکو سره مالي مرستې نه دي پېل شوي .

 او د منځينۍ کورمې ولس سره دولتي چارواکو چې کومې ژمنې کړې وې لا تر اوسه نه دي عملي شوي .

لاریون کوونکو وويل چې خلک اوس هم په ړنګو ودانیو کې وخت تيرولو باندې مجبور دي د سيمې حکومتي ودانۍ لکه ښوونځي، روغتونونه او سړکونه ویجاړ شوي دې د سيمې کمکيان په ړنګو ښوونځيو کې په زده کړو کې بوخت دي د څښلو پاکو اوبو د نشتوالي له امله خلک د يوشمېر ناروغیو ښکار شوي او  د خپلو غوښتنو لپاره په سر ښار اسلام آباد ,او پېښور کې لاریونونه وکړل او دولتي چارواکو د ټولو غوښتنو د منلو ډاډ راکړ ولي د يو کال تېرېدو وروسته تر اوسه هغه ژمنې نه دي ترسره شوي ځکه مجبور شو چې لاریونونه وکړو.

د لاریونکوونکو ځینو مشراننو هم وویل چې قبايلي سيمې په خېبر پښتونخوا کې د عامو سره د قبايلو په ستونزو کې هيڅ کمۍ نه دی راغلی بلکې ستونزې يې لا په زياتېدو دي . مشرانو وويل چي دولت په قبايلي سيمو کې تراوسه د پوليسو پوستې جوړې کړې دي خو نورو ستونزو ته يې هيڅ پام نه دی شوی .

مشرانو زياته کړه چې که چیرې د دوی غوښټنې په دې نږديو کې ونه منل شي مجبور دي په پېښور کې پراخ لاریون پېل کړي.

View 13

Create Account



Log In Your Account