آزادی لاريون: د باران له امله لاریونکوونکي د مشکلاتو سره مخ دي

آزادی لاريون: د باران له امله لاریونکوونکي د مشکلاتو سره مخ دي

November 7, 2019

تلوسه / نيازمحمد خان پيښور

۱۳۹۸\لړم ١٦ نېټه د

د روانې مياشتې د لمړی نېټې نه په سرښار اسلام آباد کې راغونډ شوي د مولانا فضل الرحمن پلويان د سخت باران او  سوړ باد له امله د ډيرو مشکلاتو سره مخ شوې دي . د باران اوبه د خلکو په خيمو ورننوتي دي او په کوم ځای کې چې لاریون کوونکي ديره وو ټول ځای په خټو شوی دی د باران او ساړه له امله د بلوچستان سره تعلق لرونکې دوه سپين ږيري مولانا سيف الله او مولانا اختر خان مړه شوې دي د مشرانو مړی يې د جنازي مونځ وروسته خپلو سيموته ليږلي دي .

د ټولو سختو پرته د مولانافضل الرحمن په لاريون کې وس هم د خلکو جذبه د ليدو ده ..

لاریونکوونکي وايي په ځای کې د اوبو له امله ناسته نه کېږي ولې په ولاړه به د خپل مشر وينا اوري دا خو باران دې که د واورې اورښت پېل شي بيا هم د دې ځايه د خپل مشر اجازې پرته نه ځي.

د باران نه بچ کيدو لپاره لاریونکوونکي ځان له نورې خېمې او بسترې راغوښتې دي .

په اسلام آباد کې  راغونډ شوي د مدرسو طالبانو د اسلام آباد په سړکونو د وخت تېرولو لپاره لوبې هم شروع کړې دي طالبان وايي چې د مولانا فضل الرحمن د امر منتظر يو چي کله امر وکي مخ پر وړاندې به ځو.

د يادولو ده چې د حکومت او مخالفو ډلو ترمينځ خبرې اترې روانې دي ولي تراوسه د حکومت او د مخالفو سياسي ډلو ترمنځ په مذاکراتو موافق شوې نه دي د سرچينو په خبره مولانا فضل الرحمن د صدراعظم عمران خان د استعفې په غوښتنه کلک ولاړ دی ولې نور  ایتلاف ګوندونه يي مولانا ته د منځنۍ لارې غوره کولو وړانديز کړی  په کوم چې ورسره حکومت هم موافقه څرګنده کړې ده .

View 16

Create Account



Log In Your Account