ارزګان کې، علماؤ او مدرسینو د امنيت په برخه کې سيمه ييزو چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

ارزګان کې، علماؤ او مدرسینو د امنيت په برخه کې سيمه ييزو چارواکو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

November 7, 2019

نېټه: پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ د ارزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ دیني علماؤ او د مدرسو استاذانو د دې ولسوالۍ امنیتي چارواکو ته په امنیتي برخه کې د همکارۍ ژمنه ورکړې ده. په هغه ناسته کې چې تېره ورځ د دهراوت ولسوالۍ د امنیه قوماندان شاه محمد شاه په غوښتنه د دیني عالمانو، د مدرسو د مدرسینو او د قومندان شاه محمد شاه ترمنځ د دهراوت د بازار په جامع جومات کې ترسره شوه، لومړی شاه د دیني مدارسو د مدرسینو څخه وغوښتل چې په خپلو مدرسو کې دې ټول طالب العلمان ثبت کړي او د دیني زده کړې لپاره دې د دهراوت له اوسېدونکو پرته بل هیچاته په خپلو مدرسو کې ځای ورنکړي. د دغو علماوو او مدرسینو په استازیتوب مولويې حبیب الله مظهري وویل چې د دهراوت په دیني مدارسو کې یوازې دیني زده کړې تدریس کېږي مولوي مظهري زیاته کړه چې د دغې ولسوالۍ عُلماء او مدرسین هېچاته اجازه نه ورکوي چې د دوی له مدارسو څخه دې د سپر په توګه ګټه پورته کړي او نه چاته د تخریبي او ناوړه کړنو د ترسره کولو په موخه د دخول اجازه ورکوي نوموړي له امنیتي چارواکو وغوښتل چې دیني مدارسو ته دې د شک په سترګه نه ګوري او هم یې د مدارسو د ستونزو د هوارۍ او پرمختګ په موخه له بډایه خلکو او سوداګرو څخه د مرستې او همکارئ غوښتنه وکړه. د معلوماتو له مخې اوس مهال د ارزګان د دهراوت ولسوالۍ تر دولتي حاکمیت لاندې ساحو کې شاوخوا ۴۸ دیني مدرسې فعالیت لري چې په دغو مدرسو کې ۱۲۵۰ تنه طالب العلمان په دیني زده کړو بوخت دي او د ۵۵ په شااوخوا کې د دیني علماوو له لورې یادې مدرسې اداره کېږي.

View 50

Create Account



Log In Your Account