د پکتیا د استيناف محکمې د درېو قاضیان په ګډون ۴ تنه کارکوونکي وژل شوي

د پکتیا د استيناف محکمې د درېو قاضیان په ګډون ۴ تنه کارکوونکي وژل شوي

November 7, 2019

۱۳۹۸\لړم\ ۱۷ نېټه

زیارت ګل تاثیر، تلوسه ـــ پکتیا

د پکتیا ـــ کابل ترمنځ په غځېدلې لویه لار د طالبانو په یوه برید کې د پکتیا د استیناف محکمې درې تنه قاضیان او یو مامور وژل شوي.

پېښه نن غرمه مهال د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د واغجان بازار ته څېرمه شوې .

دلوګر دولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزی وايي، دا څلور تنه کابل ته په یوه کرولا ډوله موټر کې په لاره وو، چې د طالبانو له برید سره مخ شوې دي.

د پکتیا چارواکي هم د یادې پېښې پخلی کوي.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت بیا وايي، په دې پېښه کې درې تنه قاضیان او یو تن

نورالله قرباني، ولد خیرالله د استیناف محکمې د جزا دیوان رییس، زین الله حافظي ولد شکر الله د استیناف د دیوان قاضي، محمد ایمل ولد محمدعالم داستیناف محکمې د امنیت عامه دیوان قاضي او سید کبیر د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د دیوان اجرایه مامور هغه کسان دي، چې د نن ورځې په پېښه کې وژل شوې دي .

View 113

Create Account



Log In Your Account