د کونړ قومي مشران : د ځنګلونو ساتنه په قومي شوراګانو کوي

د کونړ قومي مشران : د ځنګلونو ساتنه په قومي شوراګانو کوي

November 7, 2019

۱۳۹۸/۸/۱۶

تلوسه : میرویس رحماني/کونړ

 د ختیځ ولایت کونړ قومي مشران وایي چې په دې ولایت کې به د ځنګلونو د وهلو مخنېوی د قومي شوراګانو له لوري کیږې .

د کونړ په ډیرو سیمو کې ځنګلونه د مافیایي کړیو ، زورواکانو او وسلوالو ډلو له لورې وهل شوي او نورو سیمو ته قاچاق شوې دي .

د کونړ قومي مشران وایي له حکومت سره یې د کړې ژمنې لمخې به په خپلو سیمو کې  دنویو مصنوعي ځنګلونو په جوړیدو او هغو د ساتنې په برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي

د کونړ د اسمار ولسوالۍ قومي مشر حاجي ملنګ  وایي که حکومت دځنګل وهونکیو،اوقاچاق وړونکو سره قانوني چلن جدي کړي، دې ولایت کې به شته ځنګلونه تر ډیره وساتل شي.

د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ رییس انجنیر انعام الله ساپيی دقومي شوراګانو سره دځنګل ساتنې او پالنې دنوي تړون دلاسلیک کیدو  په اړه  وویل دغه پینځه کلن پروګرام کې به نه یوازې د دې ولایت ځنګلونه د وهلو او قطعی څخه وژغورل شي بلکی ولسونه به ژمن کړی شي  چې په خپلو سیمو کې دتړو اوقومي پریکړو په ترڅ کې دځنګلونو په سمه توګه ساتنه اوپالنه وکړي .

 

View 7

Create Account



Log In Your Account