غزني کې يو رېنجر د امنيتي ځواکونو لاسته ورغى

غزني کې يو رېنجر د امنيتي ځواکونو لاسته ورغى

November 7, 2019

پنجشنبه 16/8/1398

د غزني ولايت د 703 ځانګړي قطعې منسوبينو تېره شپه د هوايې ځواکونو په ملاتړ، د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ په شېخو کلي کې عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې يې د وسله والو يو مهم مرکز او له چاوديدونکو موادو ډک يو عراده هاموي ټانګ چې تير کال يې پر غزني ښار د بريد پر مهال بيولى وو له منځه وړي او يو رېنجر ډوله د پوليسو پيکپ موټر هم چې وسله والو تېر کال پر غزني ښار د بريد پرمهال بېولې وه، د امنيتي ځواکونو لاسته لوېدلې ده. په يادو عملياتو کې کومه نښته نده رامنځته شوې. وسله وال طالبان بې له نښتې له خپل مرکزه په شا شوې دي.

View 11

Create Account



Log In Your Account