ننګرهارکې ۱۵ سوه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

ننګرهارکې ۱۵ سوه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي

November 7, 2019

۱۳۹۸/۸/۱٦

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

په ختیځ کې د بشرحقونو خپلواک کمیسیون  وایي  چې په‌ ننګرهار ولایت کې شاوخوا پنځلس نیم سوه ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

 عبدالله یو له هغو ماشومانو دی چې په جلال اباد ښار کې یې د لس افغانیو په بدل کې ریکشو ته سوارلۍ برابروي.

د دغه ماشومانو عمرونه د اتو او پنځلس کلونو ترمنځ دي، دوی وایي، د سختې ناچارۍ له امله یې د درنو کارونو ترسره کولو ته زړه ښه کړی.

عبدالله وایي، سهار وختي د ښار په لور د کار په موخه راځي او کړۍ ورځ د ریکشو په ډکولو بوخت وي.

دوی وایي ښوونځي یي خوښېږي خو د ناچارۍ نه نشي کولی چې ښوونځيو ته لاړشي .

په ختیځ کې د بشرحقونو خپلواک  کمېسیون د ماشومانو د ملاتړ د برخې مرستیاله ادیبه متین وایي، د دوامداره جګړو او اقتصادي ستونزو له کبله په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې نور زياتېږي.

پر کوچنیو ماشومانو د کار په اړه د هېواد د اساسي قانون په ۴۹مه ماده کې هم راغلي چې پر ماشومانو د کار تحميل جواز نه ‌لري.

View 11

Create Account



Log In Your Account