يوې پاکستانۍ سندرغاړې توبه وايسته

يوې پاکستانۍ سندرغاړې توبه وايسته

November 7, 2019

١٣٩٨/٨/١٦ هغه پاکستانۍ سندرغاړې چې په دې ورځو کې یې په ټول پاکستان کې په اړه خبرې کته پورته کېږي، له خپل مسلکه لاس واخيست. د پاکستاني رسنیو د مالوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو رابي پیرزاده ته منسوبه یوه بربنډه ویډیو خپره شوه چې هغه پکې نڅا کوي او په همدې خاطر پرې ټول پاکستان کې تر سختو نیوکو لاندې راغله. پیرزاده تر دې مخکې پر ټولنیزو رسنیو د کشمېر مسالې په اړه پر هندوستان او د دې هېواد پر لومړي وزیر ډېرې زیاتې نیوکې کولې او هغه یې هټلر باله چې په همدې کار سره یې پاکستاني مینه‌وال ډېر زیات شول. خو تر بربنډې ویډیو خپرېدو وروسته هغې د ټویټر له لارې له ټولو غوښتنه کړې وه چې دا ویډیو نوره خپره نه کړي او لیکلي يې وو چې که څوک د چا پرده وکړي خدای تعالی به یې پرده وکړي. خو نن یې یو ځل بیا پر ټویټر لیکلي چې نور یې له سېنما سره مخه ښه وکړه، له خپل خدایه یې د بښنې غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې په حق کې یې د نورو خلکو زړونه نرم شي. هغې همدا راز د خپل ټویټري پیغام په وروستۍ برخه کې د قران یو ایات لیکلی چې عزت او ذلت ورکوونکی یوازې الله تعالی دی.

View 45

Create Account



Log In Your Account