ځانګړو ځواکونو هلمند کې د وسله والو طالبانو پټنځایونه له منځه وړي دي

ځانګړو ځواکونو هلمند کې د وسله والو طالبانو پټنځایونه له منځه وړي دي

November 7, 2019

۱۶/۸/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو شپني عملیات ترسره کړې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وایي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت ګرمسیر ولسوالۍ د لکي په سیمه کې شپني عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د وسله والو طالبانو ۲ پټنځایونه، زیات شميېر مهمات، چاودېدونکي توکي او مهم اسناد له منځه وړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو د ځانګړو ځواکونو عملیات زیات شوې دي.

View 11

Create Account



Log In Your Account