اچين کې ۴ داعش وسله وال په ښځينه څادريو کې ونيول شول

اچين کې ۴ داعش وسله وال په ښځينه څادريو کې ونيول شول

November 8, 2019

ننګرهار ولايت کې د داعش وسله والې ډلې ٤ غړي نيول شوي دي. دغه کسان په داسې حال کې نيول شوي چې غوښتل يې د ښځو په چادريو کې وتښتي. د ننګرهار ولايت مقام رسنيز دفتر په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويل دي، چې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې څلور داعش چې غوښتل يې په چادرۍ او ښځينه لباس کې وتښتي، د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي. په دغه خبرپاڼه کې همدا راز زياته شوې ده، چې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ امنيتي موظفينو د لړم په ١٥مه نېټه څلور داعش وسله وال، چې غوښتل يې له سيمې څخه د چادرۍ او ښځينه لباس څخه په ګټې اخيستنې وتښتي، د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شول. د ننګرهار ولايت مقام رسنيز دفتر وايي، چې د داعش دغه نيول شوي غړي به سره د خپلو اعترافونو يو ځاى رسنيو ته ښکاره کړي. بل لوري ته د ننګرهار ولايت والي شاه محمود مياخېل په خپله ټويټرپاڼه باندې د دغه کسانو په تړاو يو ټويټ کړى دى. هغه په خپل ټويټ کې ليکلي دي چې څلور داعشيان چې د ښځو په لباس او چادري کې غوښتل وتښتي، د اچين په ولسوالۍ کې د محلي پوليسو له خوا ونيول شول. شاه محمود مياخېل په خپل ټويټ کې همدا راز مخکې ليکي، چې دا د دوى (داعش) نهايي ضعف دى. هغه وايي چې په خپلو امنيتي او دفاعي قوتونو وياړم

View 52

Create Account



Log In Your Account