ننګرهار کې د سولې په نامه د سپورت اوونۍ پېل شوه

ننګرهار کې د سولې په نامه د سپورت اوونۍ پېل شوه

November 14, 2019

۱۳۹۸/۸/۲۳

تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار

ننګرهار کې د

ننګرهار کې د خراسان خصوصي پوهنتون سولې ته د ځوانانو هڅونې په موخه  د سولې او سپورټ اوونۍ پېل  کړې، چې په بېلابېلو برخو کې به لوبې تر سره کړي.

د سولې تر نامه لاندې د سپورټ اونۍ کې د خراسان پوهنتون د ورزشي ډلو سربېره د کابل په ګډون د یو شمېر نورو ولایتونو لوبغاړي راټول شوې، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به په بېلابېلو لوبو کې سره سیالۍ وکړي.

د خراسان خصوصي پوهنتون رئیس ډاکټر طارق کمال وایي، له دې چارې یې موخه د سولې پيغام رسول او سپورټ ته د ځوانانو هڅونه ده

دوی زیاتوي، چې تېر کې هم ورته پرورګرامونه ترسره کړي او دغه راز غواړي د سپورټ په مرسته د بېلابېلو سیمو ځوانانو اړیکې پیاوړې کړي.

پدې اوونیزې سپورتي سیالیو کې لوبېدونکي لوبغاړي هم دا سیالۍ د سولې او یو والي لپاره ګټورې ګڼي او وایي، د سپورټ له لارې نه یواځې په ننګرهار بلکې ټولو ولایتونو کې سولې پيغام رسولو او مثبت لوري ته د ځوانانو هڅولو په موخه کار کوي.

محمد ایاز وایي په هېواد کې د یو والې او سولې په پار په دې لوبېږي او تمه لري چې په هېواد کې دایمي سوله راشي .

View 36

Create Account



Log In Your Account