افغانستان د ويسټ انډیز پر وړاندې پايلوبه هم وګټله

١٣٩٨/٨/٢٦

افغانستان د ویسټ انډیز خلاف د پنځوس اوریزه سریز د بایللو وروسته شل اوريزې سیریز د دوه د یو په مقا بل کې خپل کړ.
افغانستان په دریمه شل اوریزه سیالۍ کې، چې د سریز وروستۍ لوبه وه پچه وګټه او په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.
• که څه هم افغانستان په لومړي سر کې پیل ښه ونه کړ او ژر یې دوه لوبغاړي له میدان څخه بهر شول خو ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز ټوله لوبه په واک کې واخېسته او په۵۲ توپونو یې ۷۸ منډې وکړې، اصغر افغان هم په ۲۰ توپونو ۲۴، محمد نبي په ۷ توپونو ۱۵ او نجیب الله ځدران په ۱۴ توپونو ۱۴ منډې ترسره کړه، چې ویسټ انډیز ته یې ۱۵۷ منډې هدف پریښوده.
د ویسټ انډیز لوبډلې هدف ته د رسیدو په موخه بې کاره پیل وکړ او د افغان بالرانو له لوري یې توپ وهوونکي د۱۵۷ منډو څخه ایسار کړای شول او پوره شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۷منډې وکړې.
د بالینګ په برخه نوین الحق ویسټ د انډیز درې، مجیب ځدران،راشد خان، ګلبدین نائب او کریم جنت یو یو لوبغاړي وسوځول
افغانستان او ویست انډیز به د نومبر په ۲۰ تاریخ په یواځنۍ ټیسټ لوبه کې سره مخ شي.

پکتیا: په وروستیو پېښو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله څېړل کېږي

۱۳۹۸\لړم\ ۲۶ نېټه

زیارت ګل تاثیر . تلوسه ـــ پکتیا

پدې وروستيو کې په پکتیا د هوايي برېدونو له امله ګڼو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته، چې ورسره هم مهال د خلکو غبرګونونه راوپارېدل .

د همدې غبرګونونو د ځواب په پار له مرکز کابل څخه د پېښو د څېړولو لپاره نن ورځ دې ولایت ته یو پلاوی راغلی وو، چې د وروستیو پېښو د زیانمنو شویو کورنيو له غړو او قومي مخورو سره یې وکتل .

پدې کتنه کې خلکو ګواښ وکړ، که غږ يې وا نه ورېدل شي ، عامل کسان مجات نشي او هغه عملیات بند نشي، چې پکې ملکي خلک وژل کېږي، د حکومت پروړاندې به پراخ لاریونونه وکړي.

اوسېدونکي وايي، نور د داسې هوايي بریدونو او عملیاتو زغم نلري، چې پکې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان وژل کېږي .

له مرکز کابل څخه د راغلي پلاوي مشري د امنیت شورا د ولسي چارو سلاکار سرور احمدزي کوله .

احمدزي ډاډ ورکړ، چې د شويو پېښو اصلي تصویر به د ولسمشر محمد اشرف غني مخته ږدي او د مخنېوي لپاره به يې هڅې کوي .

د یادونې وړ ده، شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ د یوه هوايي برید په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ووژل شول، چې د خلکو ګڼ غبرګونونه يې راپارول او د داسې بریدونو د مخنېوي غوښتنه يې وکړه.

پاکستان کې افغان کډوالو سره د ۲۸۸ميليونه په لګښت مرسته کېږي

د لړم، عقرب  ۲۶  مه  ۱۳۹۸

په پاکستان کې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ يو اېن اېچ سي ار چارواکي وايي، چې په دې هېواد کې له افغان کډوالو سره د دوه سوه اته اتيا ميليونه په لګښت مرسته کېږي.

په کوېټه کې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ يو اېن اېچ سي ار چارواکيو ويلي، چې کمشنرۍ د پاکستان په بلوچستان او پښتونخوا ايالتونو کې له افغان کډوالو سره د شاوخوا ۲۸۸ ميلیونه په لګښت  په بېړني حالت کې مرسته کوي، چې لپاره يې د مرستې توکې د هېواد د طبعي پېښوپرضد د مبارزې ادارې اين ډي اېم اې ته سپارل شوي دي.
اين ډي ايم اې يوه دولتي اداره ده چې په مرکز او ايالتونو کې د طبعي پېښو پر ضد د خلکو مرسته کوي.

چارواکيو زياته کړې، چې د بلوچستان لپاره د يواېن اېچ سي ار مرستې د يادې ادارې ايالتي څانګې ته سپارل شوې دي.
او ېو اېن اېچ سي ار به د پي ډي اېم اې کارکوونکي د مرستې رسولو په برخه کې تربيه کړي.
د يواين ايچ سي ار د مرستې په توکو کې خېمې، د پخلنځي لوښي، کمبلې او د اوبو جېري کېنونه شامل دي.

د يواېن اېچ سي ار د يوې احصايې له مخې دا مهال په پاکستان کې څه دپاسه يو ميليون راجسټر او په  همدومره شمېر نا راجسټر افغان کډوال مېشت  دي.
په بلوچستان کې زياتره افغان کډوال په سرخاب، کټوۍ، ګردي ځنګل او سرانان کمپونو کې ژوند کوي.
په پښين ولسوالۍ کې جوړ د افغان کډوالو په پنډغالي کې مېشت کډوال شکايت کوي، چې نه يوازې د تګ راتګ پرمهال ځورول کېږي، بلکې په کمپ کې د ژوند له ټولو اسانتياوو بې برخې دي.

پکتيکا کې طالبانو یو مرکز له منځه يوړل شو

١٣٩٨/٨/٢٦

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې نن غرمه مهال یوولس بجې د وازیخوا ولسوالۍ د ګواشتې په سيمه کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای د پولیسو لخوا د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې، په بشپړ ډول له منځه وړل شوی. د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر مسؤول شاه محمد ارین تلوسې راډیو ته وویل چې په یاده سیمه کې د وسله والو طالبانو او پولیسو تر منځ وسله واله نښته رامنځته شوې چې پرمهال یې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.
آرین زیاته کړه چې وسله والو طالبانو د نوموړي مرکز نه د ګمرک په توګه هم کار اخیست. د ده په خبره چې په یاد مرکز کې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

رولا غني هم زلمی خلیلزاد د سولې مذاکراتو د جزییاتو پر پټولو تورن کړ

١٣٩٨/٨/٢٦

د هېواد لومړنۍ مېرمن رولا غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تورن کړ چې ګواکې د افغان سولې مذاکراتو جزیات یې له حکومت او افغانانو پټول.

رولا غني د امریکا د سټراټېژيکو مطالعاتو مرکز کې د وینا پر مهال ویلي، افغانان قطر کې د سولې له روانو مذاکراتو ناراضه دي، ځکه خو دغو خبرو اترو ته د سولې مذاکراتو نوم نه ورکوي.

هغې زیاته کړې” په مارچ میاشت کې مونږ پوه شولو چې امریکا له طالبانو سره قطر کې مذاکرات روان کړي، له دې وړاندې مونږ ته هېڅ نه و ویل شوي، د امریکا استازي خبرې کولې، خو هغه هېڅ کله مونږ ته کتبي جزیات رانه کړل”

رولا غني د افغانانو په مشرۍ د سولې مذاکراتو پر پېل ټینګار کړی دی.

نوموړې ویلي” تر هغه چې د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ او مالکیت نه وي، کومه پاېله به ورنه کړي، افغانستان کې د سولې راوستو لپاره نورو ته اړتیا نشته، ځکه د افغانستان حکومت بلد دی چې څنګه له دغې چارې سره چلند وکړي”

تر دې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ویلي و چې زلمی خلیلزاد د سولې پروسه کې، خپل شخصي اهداف تعقیبوي.

مارجې کې د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پېل شوي

۲۶/۸/۱۳۹۸

تلوسه/هلمند

 د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د طالبانو پر ضد پراخ عملیات پېل کړې دي.

د مارجې ولسوالۍ ډيری سيمې دا مهال د طالبانو تر کنټرول لاندې دي خو ویل کیږي چې د یادو عملیاتو په پایله کې به یو شمېر سيمې د طالبانو له کنټرول څخه ووځي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان جنرال ذبیح الله مهمند وايي چې نن سهار یې له ګډو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یو ځای د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پراخ ځپونکي عملیات پېل کړې دي.

جنرال مهمند وايي هیله مند دی چې د افغان پوځ په عملیاتو کې به د مارجې ولسوالۍ ډيری سيمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي او د هغوی پټنځایونه به له منځه یوسي.

د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې څه موده وړاندې هم افغان ځواکونو عملیات ترسره کړل خو کومه څرګنده پایله یې ونه درلوده، خو داځل به د روانو عملیاتو اغیز او پاېلې وروسته څرګندې شي.

په هرات کې ښځینه لوبغاړي د امکاناتو غوښتنه کوي

۱۳۹۸/۸/۲۶

تلوسه راډیو:هارون/هرات

هرات د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې د کیفیت او کمیت له اړخه ډیر شمېر ځوانان پکې په سپورت کولو بوخت دي.

خو د دې ولایت د فوټسال برخې یو شمېر ښځینه لوبغاړې وايې، هغسې چې لازمه ده مرکزي فدراسیون ورته لازمه پاملرنه نه کوي او نه هم هغه بودیجه چې د دوی په نوم اخیستل کېږي خو د دوی د سپورټ په برخه کې په سمه توګه نه لګول کېږي نو ځکه دوی تر اوسه لازم پرمختګ د امکاناتو د نه شتون له امله ندی کړی.

خو په هرات کې د ښځینه فوټسالیستانو د فدراسیون مسؤولین وايي، د یوې خوا لازمه بودیجه په اختیار کې نه لري، د بلې خوا د نجونو لپاره سربسته جمنازیون نه شتون په سنتي ټولنه کې په آزاده فضا کې د نجونو سپورټ نا ممکن دی او د دې ترڅنګ د افغانستان په کچه مرکزي فدراسیون هم هغسې چې باید د ښځینه لوبغاړو ملاتړ وکړي نه یې کوي نو ځکه په دې برخه کې مشکلات زیات او که پرمختګ هم لیدل کېږي د نجونو په شخصي لګښتونو تر سره شوې موږ متاسفانه ډیر کم امکانات لرو.

باید وویل شي چې، په هرات کې یواځې د فوټسال برخې ښځینه لوبغاړي ندي چې د امکاناتو د نه شتون څخه شکایت کوي،  بل تر دې وړاندې د نورو برخو لوبغاړو هم ورته د امکاناتو د برابریدو غوښتنه کوله چې مسؤولین بیا تل د دې ستونزو د هواري ډاډ څرګندوي خو دا چې ستونزې کله حلېږي دا به وخت ځواب کړي.

اسلام اباد کې د ملا فضل الرحمان په امر ملايانو سړکونه تړلي

تلوسه / نيازمحمد خان پيښور

۱۳۹۸\لړم\ ۲۶ نېټه

د جميعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن لخوا سرښار اسلام آباد کې د آزادی لاريون د ختمولو اعلان وروسته خپلو پلويانو ته د پاکستان په ګوټ ګوټ کې د مهمو سړکونو بندولو امر کړی چې وروسته په ټول پاکستان کې ملايان سړکونو ته راوتلي او د خلکو پر وړاندې يي سړکونه تړلي چې له امله یې خلک د ستونزو او مشکلاتو سره مخ شوې دي.

په دې موخه د لارو مسافرو او لاریون کوونکي ملايانو ترمنځ تاوتريخوالی او وهل ټکول هم شوې دي .

 د پاکستان په نورو برخو کې هممدارنګه د پښتونخوا سرښار پېښور, نوښار, مردان, ملاکنډ, بنو,دير,ډيره اسماعيل خان کې ملايان سرکونو ته راوتلي او د لاریون په توګه يي مهمې لارې تړلي دي .

نوښار کې لاریونکوونکو ته پخپله وينا کې د ملايانو مشر مولانا فضل الرحمن وويل چې د احمق او ناپوهه حکومت له امله په هېواد کې د بیو لوړوالی ورځ تربله په زياتېدو ده او هېواد مو په خطر کې دي .

ملا یاته کړه زموږ هغه هېواد چې د اسلام په نوم بلل کېږي اوس د اسلام د مخالف ايجنټانو ته حواله کړی شوی دی خو د دغې حکومت نه د خلاصي لپاره بايد ټول ولس په سړکونو راووځي و خپل غږ پورته کړي .

د يادولو ده چې په سرښار اسلام آباد کې د آزادی لاريونوال دوه اونۍ د ناستې وروسته مولانا فضل الرحمن د پلان(ب) له مخې په ټول پاکستان کې د مهمو سړکونو بندولو اعلان کړي وو چې د هغه پلويانو هم د عمل ګامونه پوته کړل .

لغمان کې دوه مهم وسله وال داعش ونيول شول

یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸
تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې یو لړ عملیات پر لاره اچولي وو، چې په پایله کې یې د داعش ډلې دوه مهم غړي نیولي دي.
له یادو کسانو څخه پنځه میله وسلې، يوه بم غورځوونکي، درې مخابرې، لاسي بمونه، یوه عراده لېږدوونکې واسطه، د پیکا او کلاشینکوف څه باندې درې زره ګولۍ او یو شمېر نور نظامي تجهیزات د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې دوه نور کسان هم له ترورېستي ډلو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوي او همداراز د وسله والو طالبانو یو کړۍ بوشکه يي ماین کشف او له منځه تللی دی.

افغانستان ويسټ انډيز ته ماته ورکړه

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دويمه شل اوریزه لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.
د لوبې پچه افغانستان وګتله او په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، افغانستان په پوره شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره۱۴۷ منډې جوړې کړې او د ۱۴۸ منډو هدف یې وټاکه.
د افغانستان له لوري حضرت الله ځاځی، ګلبدین نائب، رحمن الله ګربز، کریم جنت او نجیب الله ځدران ښه توپ وهنه وکړه.
د ویسټ انډیز لوبډلې هدف ته د رسېدو په موخه ښه پیل ونه کړ او د افغان بالرانو له لوري یې توپ وهوونکي د ۱۴۸ منډو څخه ایسار کړای شول او پوره شلو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۶ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري الراونډر کریم جنت د ویست انډیز د توپ وهنې برخه تس نس کړه او د ۱۱ منډو په ورکولو سره یې د ویسټ انډیز پنځه لوبغاړي له میدانه بهر کړل.
پدې توګه دواړه لوبډلو شل اوریز سیریز یو په یو مساوي کړ او .دریمه برخلیک ټاکونکي لوبه به د نومبر په ۱۸مه نېټه ترسره کیږي