افغانستان د ويسټ انډیز پر وړاندې پايلوبه هم وګټله

افغانستان د ويسټ انډیز پر وړاندې پايلوبه هم وګټله

November 17, 2019

١٣٩٨/٨/٢٦ افغانستان د ویسټ انډیز خلاف د پنځوس اوریزه سریز د بایللو وروسته شل اوريزې سیریز د دوه د یو په مقا بل کې خپل کړ. افغانستان په دریمه شل اوریزه سیالۍ کې، چې د سریز وروستۍ لوبه وه پچه وګټه او په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه. • که څه هم افغانستان په لومړي سر کې پیل ښه ونه کړ او ژر یې دوه لوبغاړي له میدان څخه بهر شول خو ځوان لوبغاړي رحمن الله ګربز ټوله لوبه په واک کې واخېسته او په۵۲ توپونو یې ۷۸ منډې وکړې، اصغر افغان هم په ۲۰ توپونو ۲۴، محمد نبي په ۷ توپونو ۱۵ او نجیب الله ځدران په ۱۴ توپونو ۱۴ منډې ترسره کړه، چې ویسټ انډیز ته یې ۱۵۷ منډې هدف پریښوده. د ویسټ انډیز لوبډلې هدف ته د رسیدو په موخه بې کاره پیل وکړ او د افغان بالرانو له لوري یې توپ وهوونکي د۱۵۷ منډو څخه ایسار کړای شول او پوره شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۲۷منډې وکړې. د بالینګ په برخه نوین الحق ویسټ د انډیز درې، مجیب ځدران،راشد خان، ګلبدین نائب او کریم جنت یو یو لوبغاړي وسوځول افغانستان او ویست انډیز به د نومبر په ۲۰ تاریخ په یواځنۍ ټیسټ لوبه کې سره مخ شي.

View 49

Create Account



Log In Your Account