جمهوررئیس غني د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

جمهوررئیس غني د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده

November 19, 2019

۲۸/۸/۱۳۹۸ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په جریان کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل، مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار او يو شمېر نورو مسئولينو په ملتيا په جلال اباد ښار کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په لړ کې د خپلواکۍ ګټونکي اتل اعلیحضرت غازي امان الله خان پر مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده. جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي د غازي امان الله خان اروا ته د دعا پرمهال یو ځل بیا ټولو ته د خپلواکۍ د سلمې کالیزې مبارکي وویله او د ارګ عملیاتي واحد او د ننګرهار ولایت مقام څخه یې د غازي امان الله خان د مزار د رغاونې په خاطر مننه وکړه. د هېواد جمهوررئیس د ننګرهار له ولسونو څخه د دغه ستر او ملي شخصیت د عزت او درناوي او له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د هېواد د دفاع او خپلواکۍ د ساتنې په خاطر مننه وکړه. جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان د نیمګړي څپرکي بشپړول یې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه زیاته کړه، په ننګرهار کې عمومي، انکشافي او د حکومتولۍ وضعیت ښه بدلون موندلی او د ولسونو په همکارۍ د لا ډېرو پرمختګونو هیله شته.

View 9

Create Account



Log In Your Account