طالبانو د ناوې ولسوالۍ څارنوال له خپل وراره سره یو ځای وژلې

طالبانو د ناوې ولسوالۍ څارنوال له خپل وراره سره یو ځای وژلې

November 19, 2019

۱۳۹۸/۸/۲۸

پرون مازیګر  وسله والو طالبانو له لورې د غزنې ناوې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې څارنوال او د هغه وراره په ډزو وژلي دي.

د ګنج په سیمه کې د ناوې ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ پر څارنوال وسله وال برید شوی، په دې کې خپله څارنوال او وراره یې په ډزو وژل شوي او وسله وال طالبان له سیمې تښتېدلي دي

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وویل، د څارنوال محمد حسن حلیمي پر موټر غزني ښار ته څېرمه د ګنج په سیمه کې برید شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو پر قاضیانو او څارنوالانو دا ډول هدفي بریدونه زیات شوې دي.

د روانې نومبر میاشتې په اومه نېټه د حکومت مخالفو وسله والو په لوګر ولایت کې د پکتیا د ايستناف محکمې د دریوو قاضیانو په شمول څلور تنه ووژل.

په یو بله پېښه کې څلور ورځې مخکې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې بګرام ته پر روانو افغان څارنوالانو برید وشو چې دوه یې ووژل شول او دوه نور هم ټپیان شول

View 12

Create Account



Log In Your Account