Slider
۱۳۹۸/۸/۲۸
تلوسه : میرویس رحماني/ننګرهار
په ننګرهار کې مېرمنې خپلو لاسي صنایعو تولیداتو ته په داخل او بهرنیو هېوادونو کې د بازارموندنې غوښتنه کوي .
د لاسي صنایعو دا نندارتون د جلال اباد ښار د ښځو په بن کې د درې ورځو لپاره پرانیستل شوی چې بېلابېلې توکې پکې نندارې ته اېښودل شوې دي .
حلیمه د لاسي صنایعو د یوې کوچنی کار خونې مسوله ده وایي درې کاله کېږي چې له پاکستان د خپلې کورنۍ سره یو ځای هېواد ته راستانه شوې د لاسي صنایعو په تولید سره یې د کور ګوزاره روانه ده خو د مېرمنو په لاس د تولید شویو لاسي صنایعو د پلور لپاره د بازار موندنې غوښتنه کوي.
د لاسي صنایعو جوړونکي مېرمنې د دا شان نندارتونو جوړېدل مهم بولي، دوی د ښځینه وو د اقتصادي ودې بداینې لپاره د لاسي صنایعو په برخه کې د مناسبو بازارونو جوړېدل ګټور بولي.
View 22